اولسمشر : د کوټي او پېښور چاودني وغندلې

عطاالله محمدي | جولای 2nd, 2013


ولسمشر حامد کرزي په پيښور او کوټي ښارونو کي ځان وژونکي حملې وغندلې .
د جمهوري ریاست په يوه اعلامیه کي راغلي چي ښاغلي کرزي د تروریزم او افراطیت په له منځه وړلو کي د دواړو هیوادونو تر منځ پر صادقانه همکارۍ ټینګار کړی او ډاډ ئې څرګند کړی چي افغانستان په دي لاره کي هر ډول همکارۍ ته چمتو دئ.
د ریپوټونو له مخي، د سهيلي پښتونخوا د کوټي په ښار او په پېښور کي او ورته نورو سيميو کي په جلا تروریستي حملو کي لسګونه کسان ووژل سول چي پکښي ښځي او کوچنيان هم شامل ول.

Copyright Larawbar 2007-2024