دهرات،کنړاوفراه ولایتونوته نوي والیان وټاکل شول

59 | جولای 2nd, 2013


کابل:دسيمه‌ييزوارګانونودخپلواکې ادارې په وړانديزاودافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس په منظورى، سيدفضل الله وحیدي دهرات دوالي په توګه اومحمدعمرشيرزاددارزګان پخواني والي دفراه دوالي په توګه ټاکل شوي دي.
فضل‌الله وحیدي دداودشاه صباپرځاى اومحمدعمرشيرزاددمحمداکرم خپلواک پرځاى ټاکل شوي دي.
ددي اداري دخبرپاڼه زیاتوی،چي دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ديوحکم په ترڅ کې ډاکترمحمداکرم خپلواک دملي شوراله ولسي جرګې څخه دباوردرايې دترلاسه کولو اودلوړې دترسره کولودپړاونودترسره کولو پورې دسرحدونو اوقبايلودچارودوزارت سرپرست اوکانديدوزیرپه توګه ټاکلی دی.دجمهور رييس په حکم،په پارلماني چاروکې ددولت وزيردملي شوراولسي جرګې ته درايې داخيستلواودده دمعرفي کولو په مقصدموظف شوى دی.
دیوه بل خبرله مخي ښاغلی قاضی زرشاه مومنددبست نه په لوړه رتبه کي دجمهوررئیس دسلاکارپه توګه په قومي برخه کي ټاکل شوی دی.
همدارنګه دخبریوه بله سرچینه وایې،چي رازدلبرجان ارمان بيادکنړدوالي په توګه ټاکل سوى دى.دلبرجان ارمان مخکي تردي دزابل اوبيادبادغيس دوالي په توګه کارکړی دی.

Copyright Larawbar 2007-2024