عراق: تېره مياشت ٧٦١ کسان وژل سوي

عطاالله محمدي | جولای 3rd, 2013


ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ ویلي چي یوازي په تېره جون میاشت کي په عراق کي د وسله والو پېښو له امله ۷۶۱ کسان وژل سوي دي.
د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخي په وژل سووکسانو کي ۱۳۱ پولیس، ۷۶ سرتېري او پاته اولسي وګړي دي.
په اعلامیه کي راغلي چي د تېري جون میاشتي زیاته مرګ ژوبله په پایتخت بغداد کي اوښتې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024