زابل لسګونه کیلوګرامه نشی توکی نیول شوی دی
جاويد احمد تنوير
ددي ولایت دنشي توکو پروړاندي دمباریزي چارواکی وایی یاد نشي توکي په ډير مهیرانه ډول په یوه تونیس موټر کی ځاي پرځای شوی وه او چلونکي غوښتل کندهار ته یی ولیږدوي .
دزابل دامنیه قومنداني دامنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي وایې نیول شوي توکي ټول تاریاک دي چې وزن یې ۹۰ کیلو ګرامو ته رسیږي ،د فراهي په خبره قاچاق وړونکو غوښتل ددي لاري قاچاق وکړي چی ددوي دپولیسو له لوري دقره معلوماتو پر بنسټ ونیول شول ، نوموړي زیاتوي چې دنیول شوي توکو سره دتړاوپه تور دوه کسه هم نیول شوي دي چې په خبره یې دڅیړنو وروسته به عدلی او قضایې ارګانونو ته وسپاري، فراهي زابل دنشی توکو په نیولو کی یو مخ کښ ولایت یاد کړ او زیاته یی کړه چی دیري وخت ددغه لاري پرسر تلونکي قاچاق نیول کیږي ، هغه زیاته کړه چی په تیرکال کی یی هم په زرګونه کیلوګرامه نشی توکي نیولي وه چی ورسته یی دعدلي ارګانونو پروړاندي وسوځل ،
زابل دکابل کندهار پرولویه لاره پروت یو مهم ولایت بلل کیږي چیرته چی قاچاق وړونکي اکثره نشی توکي پرهمدغه لاره کندهار، فراه ، هرات ، او ورسته یی ګاونډيو هیوادونوته لیږدوي ، سیمیز چارواکی وایی ددغه توکو پر وړا ندی یی خپل فعالیتونه او دتلاشۍ مرکزونه زیات کړي او په نیولوکی یی پولیس مهرانه ګڼي ،