کور / خبرتیا او پيغامونه / د لراوبر له همکار عطاءالله محمدي سره خواخوږي!

د لراوبر له همکار عطاءالله محمدي سره خواخوږي!

په ډېره خواشيني سره مو خبر تر لاس کړ، چي د لراوبر د همکار ښاغلي عطاالله محمدي او د احمد شابابا د علمي اوکلتوري مرکز د ښوونکي هدایت الله جانان پلار حاجي آغاګل خان نن سهار په يوه ترافیکي پېښه کښي په شهادت ورسېدئ. انّا لله و انّا الیه راجعون.
د لراوبر ويبپاڼي ټول همکاران له ګران محمدي صاحب سره د خپل پلار په شهادت غمجني ښکاره کوي او له خداى پاک (ج) څخه په آينده کي له دغسي غمونو څخه امان او شهيد پلار ته يې د جنتونو خواست کوي.

د جنازې او فاتحې خبرتيا:
د خداي بخښلي حاجي آغاګل خان جنازه نن د ماپښین پر څلوربجې د کندهار ښار د پیر مولوي صاحب له مسجد جامع څخه اخیستل کیږي او د کندهار د زړې عیدګاه شاته په خپله پلرنۍ هديره کي خاوروته سپارل کیږي.
دنارینه وو فاتحه د پیرمولوي صاحب په مسجد او د ښځو فاتحه د دوى په خپل کور کښي د دوو ورځو له پاره د پنجشنبې او جمعې په ورځ اخیستل کیږي.

ادرس:
علامه حبيبي واټ، پيرمولوي صاحب جامع.
کندهار ښار