په لښكرگاه ښاركې يوه څلورلارې دعبدالروف بينوا په نوم ونومول شوه

59 | جولای 6th, 2013


لښکرګاه:له هلمند ولایت څخه لراوبرته په یوه راغلي لیک کي ویل شوي،چي په لښكرگاه ښاركې يوه څلورلارې دعبدالروف بينوا په نوم ونومول شوه.دغه څلورلارې دهغه يو ورځني سمينارپه لړكې داستادعبداروف بينوا په نوم ونومول شوله،چې دپنجشنبې په ورځ په لښكرگاه ښاركې له كابل اوكندهارڅخه دراغلوميلمنواوددې ولايت دځينونوادارومسؤلينواولسگونوفرهنگپالوپه گډون جوړشوى وو.
په دې سميناركې چې داستاد عبدالروف بينوا دسلمې كاليزې په وياړجوړشوى وو،وينا والوداستادعبدالروف بينوادژوندپه بيلابيلواړخونوخپلې مقالې اومعلومات وړاندې كړل اوپه لړكې يې هلمند ميشتوفرهنگپالوله دولت څخه وغوښتل چې دهغه جسددي له امريكا څخه افغانستان را وليږدول شي اوپخپل هيوادكې خاروته وسپارل شي.دوى همدا رازغوښتنه وكړه چې په هلمند كې دبينوا په نوم يولوى بنسټ دهغه په نوم ونومول شي.
خوپه دې سميناركې دولسمشرسلاكارزلمي هيواد مل دهلمندميشتوفرهنگپالود غوښتنې په ځواب كې وويل،چې دولت په لومړيوكې په دې برخه كې يولړگامونه پورته كړل خودمرحوم بينوا كورني ونه غوښتل چې دهغه جسددي له امريكا څخه افغانستان ته راوړل شي نوپه همدې خاطرياده موضوع پخپل ځاى پاتې شوله.
تردې سميناروروسته دهلمندميشتوفرهنگپالوله غوښتنې سره سم دلښكرگاه ښارپه بست جاده كې دولايت وداني ته څيرمه يوه څلورلارې داستادعبدالروف بينوا په نوم ونومول شوله اوچارې يې رسما ددې څلورلارې دبنسټ دډبرې په ايښودلوسره پيل شوې.
استادعبدالروف بینوا زموږدافغانستان دمعاصرتاریخ دادبیاتو په آسمان کی دګوتوپه شماردادبي ستوروله جملی څخه شمیرل کیږی،چی په خپله ځلاندو وړانګو یی زموږدکلتوراوادب ډیوه روښانه اوځلانده ساتلي وه.
استادبینواپه کال ١٩١٣دکندهار په ولایت کی زیږیدلی دئ. هغه د١٩٨۵میلادی کال د جنوری په١١ڼیټه دجمعي په ورځ دهغی ناروغی له کبله چی ورپېښه شوی وه ددې فاني نړۍ څخه یې سترګی پټي کړی،روح دی ښادوی۰

Copyright Larawbar 2007-2024