دروژي دمبارکي میاشتي په هکله خبرتیا!

59 | جولای 8th, 2013


دسعودي عربستان رسمي سرچینونن ددوشنبې په ماښام د(۲۰۱۳) کال دجولای دمیاشتي په اتمه نيټه خبرورکړی،چي د( ۱۴۳۴)هجري قمري کال درمضان المبارک لومړۍ روځ به سباسه شنبه دجولای نهمه نه،بلکې بل سبادچارشنبې ورځ دجولای په لسمه نیټه وي. په سعودي عربستان کې لوړې محکمې ويلي چي ددوشنبې په ورځ دمياشتې دليدلوکومه ګواهي(شاهدي)نه ده ترلاسه کړې،نوځکه دسعودي شاهي ديوان په رسمي توګه اعلان وکړی،چې بل سبا چارشنبه به دروژې لومړۍ نیټه پیل شي.
په عین وخت کي نن دمصردارالافتاء هم اعلان وکړی،چي سباورځ به دشعبان وروستي یعني دیرشمه ورځ وي،اودروژې میاشت به بل سبا دچارشنبې په ورځ پیل شي.دقطر،کویټ ،بحرین ،یمن اونوروعربي هیوادوهم اعلان وکړي،چي دروژی مبارکه میاشت به بل سبا دجولای په لسمه نیټه شروع شي.
دافغانستان ستری محکمي تراوسه پوري دروژي دمیاشتي په اړه څه نه دي ویلي.خوافغانستان دروژي اواخترپه اړه تل دسعودي عربستان دپریکړوسره سم عمل او پیروي کړيده.
دلراوبردویب پاڼي ټول کارکونکي دروژې دمبارکي میاشتي درارسیدوپه هکله ټولوپتمنودینداروهیودالوته دزړه له کومي مباریکي وایې اوددي مبارکي میاشتي دبرکت په څپوکي دګران افغانستان په خاوره کي دجګړي ژردرول اوددایمي، پایداري سولي ټینګول غواړي.روژه مومبارک شه.

Copyright Larawbar 2007-2024