د ښځو چارو وزارت پر ۳۵۰ بې وزلو کورنیو خوراکي توکي وویشل

جان محمد مهربان | جولای 8th, 2013


د افغانستان دښځوچارووزارت د روژې په رارسېدو سره د ۳۵۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ښځو چارو وزارت اداري اومالي مدیره فوزیه بي بي وایي چي د دوی وزارت(د ځورېدلو او کړېدلو میندو د زړونو لاسته راوړل)ترعنوان لاندی پراړو او بې وزلو کورنیو خوراکي توکی وویشل. آغلي فوزیې بي بي د نورو خیریه موسسو او ملي تاجرانو څخه غوښتنه وکړه چي د بې وزلو او بې سرپرسته کورنیو سره دي مرستي وکړي.
دا مرستي – چي د ښځو چارو وزارت له خوا پر بې وزلو کورنیو وېشل سوي دي ـ د غضنفر خیریه بنیاد له خوا سوي دي. دغه بنیاد ژمنه کوي چي په راتلوونکي کښي به نوري مرستي هم د بې وزلو او بې سرپرسته کورنیو سره وکړي.پرون د ولسی جرګې غړو هم د روژې مبارکی میاشتي په را رسېدو سره د خیریه موسسو او ملي تاجرانو څخه غوښتنه وکړل چي د بې وزلو او اړو کورنیو سره دی مرستي وکړی.
افغانستان په نړۍ کښي یو له هغو هیوادونو څخه دئ چي ۵۴٪ تر پنځو کالو کم ماشومان ئې په ناوړه تغذیه، ۳۴٪ ماشومان ئې کم وزنه او ۳۰٪ نفوس ئې دفقر تر دایرې لاندي ژوند کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024