کور / تازه خبرونه / افغاني هيکرانو پر پاکستانيو دولتي وېب پاڼو بريدونه کړي

افغاني هيکرانو پر پاکستانيو دولتي وېب پاڼو بريدونه کړي

کابل پژواک خبرله مخې : افغاني هيکرانو د پاکستان د يو شمېر مهمو وزارتونو او ادارو پر وېبپاڼو بريدونه کړي او شپږ وېب پاڼې هيک کړې دي.د (پاکستان ټوډى) په نامه يوې وېب پاڼې ، خبر ورکړى، چې د (افغان سايبر) په نامه د هيکرانو دغه ډله د پاکستان ددفاع وزارت، د طبيعي زېرمو وزارت، د ملي روزنې اداره، د اقتصاد وزارت، د کابينې وېب پاڼه او د کورنيو چاروو زارت وېب پاڼه هيک کړې دي.سرچينې زياته کړې، چې هايکرانو ددغو وېب پاڼو تر هيک کولو وروسته په دې پاڼو کې يې خپل پيغام پرېښى دى او نور کوم زيان يې ورته نه دى اړولى.په دغه پيغام کې ليکل شوي : (( موږ له هېڅ شي او هيچا ډار نه لرو، موږ الحمد لله يو ځاى يو، موږ په ګډه مبارزه کوو، موږ به يو ځاى ودريږو او موږ به يو ځاى وژل کېږو، تاسو کولى شئ بېګناه خلک ووژنئ ، ښځې او ماشومان هم ، موږ په چټکۍ سره راغلي يو خو تاسو راتلونکى نه لرئ. ))په راپور کې زياته شوې، چې تر څو ساعتونو وروسته اړوندو مسوولينو يادې وېب پاڼې بېرته فعالې کړې دي.د معلوماتو ټېکنالوجۍ په برخه کې افغان کارپوهه اسراراحمدکريمزى وايي،چې په دې وروستيو کې د (افغان سايبر) په نامه د افغانانو يوې ډلې د بېلابېلو هېوادونو د مهمو وېب پاڼو د هيک کولو لړۍ پيل کړې ده.هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغې ډلې نړيوالو ته ښودلې، چې دوى په معلوماتي ټيکنالوجۍ کې له چا څخه کم نه دي .د نوموړي په وينا، دى هم خبر شوى، چې د افغان سايبر په نامه دغې ډلې يو شمېر پاکستانۍ دولتي وېب پاڼې هيک کړي، خو زياتوي چې دې وېب پاڼو ته يې زيان نه دى اړولى او يواځې يې هلته خپل پيغام ايښى دى.کريمزى وايي، چې دوى کولى شول، چې ددې وېب پاڼو ټول مواد هم له منځه يوسي، خو داسې يې نه دي کړي ، ځکه چې دوى خپل معيارونه او ارزښتونه لري.