په جنوب کي( ۱۰۰)تنودملي اردوداکاډمي ازموینه ورکړله

59 | جولای 13th, 2013


دجنوبي حوزې د۱۲ ټولګي د(۱۰۰)تنوفارغينوڅخه دملي اردودملي اکاډمي لپاره ازموينه واخستل سوه.په جنوب کی د(۲۰۵)اتل قول اردوچارواکي وايې،چی ددغوکسانوڅخه يې( ۹۰) تنه په بيلابيلونظامې برخوکی دملي دفاع وزارت ته معرفي کړي دي.
دغه ازموينه چي تېره ورځ د (۲۰۵ )اتل قول اردوپه قومندانۍ کي واخستل سوه د۱۲ ټولګيوفارغينو دکندهار،زابل اوارزګان ولايتونوڅخه( ۱۰۰ )تنو پکښي ګډون کړي وو،چي ددوی له ډلي څخه يې دملي پوځ ملي اکاډمي ته( ۹۰)تنه دافسرې لپاره انتخاب سول.
دملي دفاع وزارت څخه راغلي پلاوی وویل،چي دغه کسان دټاکل سوي سهمې اوازادی سيالي پراساس انتخاب سوي چي دڅه کم ۲ کلنولپاره به دپوځ دملي اکاډمي په مختلفوپوځي برخوکي زده کړي وکړي.
دملي دفاع وزارت ویلي،چي دپوځ په ليکوکی دمسلکي کدرنودزياتوالي په هدف يې دغه ګام پورته کړي اوهڅه کوي،چي له دی لاري په پوځ کي دتخيکي پوځي افسرانوکچه تراړتیاپوري لوړه کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024