کور / تازه خبرونه / پر پاکستانی بی وزله کورنيو خوراکي توکي وويشل شول

پر پاکستانی بی وزله کورنيو خوراکي توکي وويشل شول

پېښور:د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې د روژې مبارکې مياشتې په وياړ د پاکستانی ولس لپاره دسعودی ولس مرستندوې ټولنې سره په همږغۍ پر پاکستانی بی وزله کورنيو خوراکي توکي وويشل، نوموړې مرستې چې په دوه زره کارتنه غذای موادو مشتملې وې، او د هر کارتن وزن اته ويشت نيم کيلو وو، د لس مليونه او څلور سوه زره روپيو په لګښت په دوه زره کورنيو د خيبرپښتونخوا ايالت په مختلفو سيمو کی وويشل شوې، د يادو شوو مرستو د ويش لړۍ د روانې جولاي مياشتې له اوومې نېټې څخه پيل او د همدی مياشتې په پنځلسمه نېټه پای ته ورسېده، د يادونې وړ ده چې په هر کارتن کې دوه کيلو کجورې، ، لس کيلو نرۍ وريجې،پنځه کيلو بوره، پنځه کيلو غوړي، دوه کيلو دال، دوه کيلو بيسن وړه، دوه کيلو وچې شيدی، نيم کيلو تور چاي ځای پر ځای شوی وو.د مرستو د ويشلو پر مهال د مرستندويه کمېټې د پېښور دفتر رئيس الحاج عبدالله خان د بې وزله پاکستانی او افغانی مهاجرينو سره خواخوږي څرګنده کړه او د لا نورو مرستو ډاډ يې ورکړ، او ويې ويل چې دا مرستې د هغه مرستو لړۍ ده چې د سعودي ولس لخوا رالېږل شوې وې او زياته يې کړه چې د سعودي ولس همېشه د خپلو بې وزله وروڼو سره ولاړ او خپلو مرستو ته دوام ورکوي.د يادونې وړ ده چې نوموړې کمېټې د خپل تاسيس له لومړۍ ورځې څخه له افغانی او پاکستاني بې وزلو سره نه هيريدونکي مرستې کړي دي او دا لړۍ به دوام لري