کور / هراړخیز / مننه او کورودانی

مننه او کورودانی

انا لله و انا الیه راجعون
د خپل ځان او کورنۍ له خوا د ټولو هغو دوستانو، استادانو، ملګرو او انډیوالانو څخه چي زما د ګران پلار په جنازه او فاتحه کې ګډون وکړ يا ئې ماته د هغه د شهادت په اړه تلیفونونه، برېښناليکونه او د فېسبوک له لاري تسلیت ویلی او د قرآن شریف په ختم کښي ئې ګډون کړی وو د زړه له کومي مننه کوم.
خدای تعالی دي ستاسو د دوعاګانو په برکت زما پلار ته بخښه وکړي او الله تعالی دي موږ، تاسو ټول افغانان او د نړۍ مسلمانان په خپله ساتنه کي وساتي. امين ثم امين