کور / تازه خبرونه / د پاکستان ولسمشریزې ټاکنې اګست کې کېږي

د پاکستان ولسمشریزې ټاکنې اګست کې کېږي

اسلام اباد :د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویلي، چې د روان کال اګست میاشتې پر شپږمه به د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي.د پاکستان د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر د واکمنۍ تر مودې پای ته رسېدو یوه میاشت وړاندې باید ولسمشریزې ټاکنې وشي. .پاکستان کې ولسمشر د ملي اسمبلۍ، مشرانو جرګې او څلورو ایالتونو د اسمبلیو له خوا نوی ولسمشر ټاکل کېږي.د پاکستان د ټاکنو کمیسیون وویل، چې د کمیسیون مشر فخرالدین جې ابراهیم د ټاکنو د نېټې ټاکل تایید کړي دي.
.