څلویښت کاله پخواپه افغانستان کي شاهي نظام ړنګ اوجمهوري نظام جوړشو

59 | جولای 17th, 2013


نن ورځ دسرطان یاچنګاښ شپږویشتمه په افغانستان کې دشاهي نظام دړنګیدو اودلومړني جمهوري نظام له جوړیدوسره برابره ده.
سردار محمد داودخان د۱۳۵۲ لمریزکال دچنګاښ یاسرطان په شپږ ویشتمه نیټه دیوې سپیني کودتاله لاري دخپل کاکا دزوي محمد ظاهرشاه شاهي نظام نسکورکړاوددولت ټول واک یې په خپل لاس کي واخیستی.
داودخان دکودتادبریالیتوب نه وروسته دلومړي ځل لپاره دراډیوله لاري جمهوري نظام اعلان کړي اوپخپله دجمهوررئیس په توګه وټاکل شو.دهیوادنا مناسب اقتصاد،سیاسي اوټولنیزشرایط ،کورني ستونځۍاواختلافات دداودخان دکودتاله ځانګړوعواملوڅخه ګڼل کیږي.
دسردارمحمدداودخان په رژیم کې دهغه وخت ځیني حکومتي چارواکي وایي،چي هغه دخپل حکومت پرمهال له زیاتو ستونزوسره مخامخ شواوویې نه شوکړای چې خپلواهدافوته ورسیږي.
ددوی په وینا داؤدخان ځکه خپلواهدافو ته ونه رسیدی،چې دجمهوریت په جوړولوکي یې دښې اړخو اوکیڼ اړخوډلوله ستونزوسره مخامخ شو. داؤدخان هغه وخت یو اووه کلن پلان جوړکړ.خو داهغه کلونه وو،چې اساسي قانون بایدجوړشوی وای، انتخابات بایدترسره شوي وای اودپلان دبشپړولو لپاره پيسې راټولې شوي وای اوکدرونه ټاکل شوي وای. ولي بدبختانه دداؤدخان دګروپ غړي ده ته وفادارنه وو نوځکه
خودی له یوې خوا دښي اړخو او کیڼ اړخو له ستونزوسره مخامخ شو اوله بلې خوا پاکستان هم خپلې مداخلې زیاتي کړې.ددغو ستونځونتیجه دا شوله ترڅوچې دثورپه اوومه نیټه کین اړخوډلویوه بله کودتا وکړه اودداؤدخان رژیم یی نسکور کړي اووه کلن پلان هم تطبیق نشو.
شنونکي وایي، سردارمحمدداود خان هڅه کوله څوهېواددپرمختګ لوري ته بوزي اوغوښتل یې افغانستان په سیمه کې په یوپیاوړي هیوادبدل کړي،داځکه چي زیات شمیرکسان چې دسردارمحمدداودخان حکومت یې په یاددی وایي، چې نوموړي د افغانستان دپرمختګ لپاره زیات پلانونه درلودل اوخلک هم ترې خوشاله وو.
ویل کیږي،چې هغه وخت له اسلامي هیوادونوسره دداودخان نږدې کېدل اوله امریکا اوغربی هیوادو سره دنوموړي ښې اړیکې دپخواني شوروي اتحاددچارواکوترمنځ دا اندیښنې پیداکړې وی چې ګڼې داودخان غوښتل په افغانستان کې دشوروي ضد سیسټم جوړ کړي.
هغه مهال دکابل او مسکو ترمنخ اختلافات ددې سبب شول ترڅو دپخواني شوروي اتحادچارواکي له قدرت څخه د سردارمحمد داودخان دلرې کېدو هڅې پيل کړې.
دافغانستان لومړنی جمهور رییس سردار محمدداودخان ترپنځه کلن حکومت وروسته د ۱۳۵۷لمریزکال دثوریا غویي په اوومه نیټه دیوې سپيني کین اړخو کودتاپه نتیجه کې دخپلې کورنۍ له یوشمېرغړو سره دارګ په ماڼۍ کې ووژل شو.
دسردار محمد داودخان اودهغه دکورنۍ دجسدونو پاتې برخې وروسته تردېرشوکلونو دکابل په پلچرخي سیمه کې وموندل شول.
جمهور رییس حامد کرزي په دې اړه یو کمیسیون موظف کړ چې تر زیاتو پلټنو وروسته، په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د داود خان او د هغه د کورنۍ دشپاړسو غړیو دجسدونو پاتې برخې دکابل د تاج بیک په غونډی کې په خاصو مراسمو سره خاورو ته وسپارل شول.
دسردار محمد داودخان یو زیات شمیر پلویان دچنګاښ دشپږ ویشتمې کودتا ستایې او هغه په هیواد کې دسترومثبتو بدلونونو لامل ګڼي.
خو ځینې انتقادکوونکي بیا دهغه مهال سیاسي او اقتصادي پرمختګونه ډیردپام وړنه بولي اودافغانستان نني ناخوالي دهغه څخه انګیري.دوی وايي، چې دظاهرشاه او سردار محمد داودخان دحکومتونو ترمنځ ډیرتوپیرنه و.
ددوی په باورپه لنډه موده کې دبیلا بیلو عواملوله امله په افغانستان کې پرسیاسي ډلو اوګوندونو فشارونه زیات شول او آزادۍ په تدریج سره سلب شوې، چې دې کارپه هیوادکې دبیلا بیلو ډلو رامنځ ته کېدوته زمینه برابره کړله.

Copyright Larawbar 2007-2024