سرتاج عزیز سبا کابل ته سفر کوي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جولای 20th, 2013


اسلام اباد:د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرگنده کړې چې دپاکستان د ملي امنیت او بهرنیو چارو لپاره د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز به سبا کابل ته سفر وکړي او افغان ولسمشر حامد کرزي ته به د لومړي وزیر نواز شریف یو ځانګړی پیغام هم ورسوي.د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدرې وویل ښاغلی عزیز به له افغان ولسمشر سره هم غونډه کوي.ویاند وویل سر تاج عزیز به د لومړي وزیر له خوا ولسمشر حامد کرزي ته د پاکستان د سفر رسمي بلنه هم ورکړي

Copyright Larawbar 2007-2024