جمهوررئیس حامدکرزي دټاکنونوی قانون توشیح کړی
59
دجمهوری ریاست خبرپاڼي لراوبرویب پاڼی ته په یوه رالیږلي خبرکي ویلي، چي حامدکرزي دافغانستان دملي شورا دګډپلاوي له پرېکړې وروسته دټاکنوقانون په ۱۶ څپرکواو(۸۰ )بندونوکې توشيح کړ.
دجمهوررئیس دفرمان په متن کې چې دچارودادارې ددارلانشا له لوري رسنيو ته استول شوی لیک کي راغلي ،چې دانتخاباتوقانون سرله ننه نافذاودپلي کېدو وړدی.
دافغانستان دټاکنومسوده دڅو اختلافي ټکو له امله له تېروڅو مياشتو راهيسې د افغانستان په ولسي جرګه، مشرانو جرګه او دجمهوری ریاست په دفترکې لاس پر لاس ګرزیده او دډیرلانجووروسته نن دحامدکرزی لخواه توشیح شوله.
په افغانستان کې سياسي ډلو،مدني ټولنواوټولنیزو سیاسی کړیوله تېرې يوې مياشتې راهيسې له افغان ولسمشرحامدکرزي نه غوښتنه لرله چې دازادواورڼو ټاکنو دکېدولپاره، څومره چې ژرکېدای شي دغه قانون توشيح کړي.
په افغانستان کې دملګرو ملتوسياسي دفتریوناما هم د افغانستان له ملي شورا او حامدکرزي څخه غوښتي وو.چې دټاکنو قانون دتوشيح کېدوچارې چټکې اوګړندی کړي.
بالاخره دغه قانون دلومړي ځل لپاره ددې کال په غبرګولي مياشت کې دولسي جرګې له لوري تصويب شو،خو په څو مادويابندونوکې دمشرانوجرګې دغړوداختلاف له امله بيا ولسي جرګې ته ولاړاوتېره اوونۍ په دويم ځل تصويب شو.
په دغه قانون کې څو داسې مادې وې چې د ولسي جرګې اومشرانوجرګې داستازو ترمنځ پرې اختلاف وو، اوله همدې امله ورته دملي شورا يوګډکمېسيون جوړ شو.