یوشمېرمدني اوسیاسي ټولنودانورسادات پرضدلویې څارنوالې ته رسمي شکایت وکړی
59
کابل:دافغانستان یوشميرمدني اوسیاسي سازمانونونن په رسمي توګه له لويې څارنوالۍ څخه دانورسادات دعدلي تعقیب غوښتنه وکړه.
دافغانستان دمدني ټولنو فډرېشن (FACS)، دنن ځوانانو مدني ټولنې، پښتون خوځښت، افغان یون،دافغانستان ملي تحریک، ځوان ځواک مدني خوځښت، صمیم ادبي ټولنې، امن بشري موسسې، دغلجیو اوهوتکو سراسري شورا، دځاځیو قومي شورا او دځاځیوځوانانو فرهنګي ټولنې نن له غرمې مخکې په رسمي اوليکلې بڼه له لويې څارنوالۍ نه دانورسادات دعدلي تعقیب غوښتنه وکړه.
دغه غوښتنلیک چې نن دلوی څارنوال دفترته وسپارل شو، په ولسي جرګه کې د سرپل ولایت وکیل انورسادات لخوا دروان کال دچنګاښ پر ۲۶مه نيټه هغو کرکجنوخبرو ته په کې اشاره شوې چې دولسي جرګې په عمومي غونډه کې يې کړې وې.
په لیک کې داسې غوښتنې مطرح شوي دي.«موږ دافغانستان دبیلابیلو مدني، ټولنيزو، فرهنګي او سیاسي بنسټونو استازي، دمتمدن او اصیل ملت داستازو په توګه دلويې څارنوالۍ له محترم مقام څخه هیله کوو، چې داساسي قانون دمحتویاتو او دجزا دقانون له مفرداتو سره سم ( انور سادات) دقانون منګولو ته راکاږئ، د ولسي جرګې غړیتوب يې تعلیق او قانون پرې په بشپړ ډول تطبیق کړئ، چې نورودا ډول اشخاصو، ډلو ټپلو او پردیپالو عناصرو ته د عبرت سبب شي، او که چيرې عدلي او قضايي ارګانونه پردې ډول اشخاصو دقانون دتطبیق له مسولیت څخه ځان باسي، نو افغان ولس په ځانګړي ډول پښتون قوم بیا دنورو عرفي، مدنياو ټولو بشري قوانینو پر تطبیق تر هر چا ښه پوهيږي او وس يې هم لري.)
دیادولو وړ ده چې د چنګاښ پر ۲۷مه نيټه هم د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)، امن بشري موسسې، د افغانستان ملي تحریک، د افغانستان د ولسي جرګې د نوماندانو سراسري اتحاد، د غلجیو او هوتکو سراسري قومي شورا، د خروټو سراسري شورا، د افغانستان د شوراګانو سیاسياتحاد، د ځدراڼو ځوانانو سراسري ټولنې، زيار مدني ټولنې، د لويې پکتیا د ځوانانو ګډې جرګه ګۍ، ځوان ځواک مدني خوځښت، طوطاخیلو شورا، ختیځ ځوانانو مدني ټولنې، د ځاځیو ځوانانو علمي او کلتوري ټولنې، افغان یون مدني خوځښت، افغان ميډیا نړېوالې ( امن) او د افغانستان د قهرمان ولس او مدني ټولنو، سیاسي، فرهنګياو ټولنيزو سازمانونو استازو، دیو خبري کنفرانس له لارې د روانې هجري میاشتې تر پایه له ولسي جرګې څخه د انور سادات د شړلو غوښتنه کړې وه اوله لويې څارنوالۍ يې غوښتي وو چې دملي خیانت په توردهغه دجدي عدلي تعقیب او له هغه څخه دافغاني تابعیت اخيستلو په اړه دې لاس په کار شي.
یادوټولنو په افغانستان کې ميشت ټول قومونه ورونه بللي وو، او دهغوی ترمنځ د کرکې او نفرت اچوونکي يې ډېرخطرناک ملي خاینین او دپردیو اجیران اوجاسوسان بللي وو. په هغه اعلامیه کې د افغانستان پر ټولو ورونو قومونو، په ځانګړي ډول ازبکو خویندو ورونو غږ شوی و،چې دانور سادات په څير اوباش اومزدوروګړي له ځانه وشړي، او د هيواد ملي وحدت، ارضي تمامیت او ملي نواميسو د دفاع لپاره سره یو موټی شي.
په دې اړه یادوټولنو هوډکړي چي سبا (یکشنبه) سهارله دهمزنګ څلورلارې ترملي شورا پوري دیو پراخ لاریون تابیاکړې،څو انورسادات له ولسي جرګې وباسي اوجدي عدلي تقیب شي.