کور / شعر / غزل

غزل

ستــا د پـیـکـــی او انـنـګــیــو درتـــه څــــه و وايـــم
د خـپـلـو اوښکـو او سلـــګيـو درتـــه څــه و وايـــم

چــي پـــه يــوه نــظــر يــې ســـل ځلــه وژلــی يـمـــه
د هـغـــه سـتـرګـــو خـونــړ يــو درتـــه څــــه و وايــم

نـه مي ګـريوان تـه د رقيب نــه د جانـان رسي لاس
د خــپــلــو ډيـرو بـیــوســـيـو درتـــــه څــــه و وايــم

پر دې سوځلو دښتو خدای خبر چي وه به سپړي
اه . د وړو وړو غـــــوټـــيـــو درتـــــه څــــه و وايــــم

دنــوو نـــوو حــادِثو پــه منــځ کي ورک يم اشنــــا
د هــغــه پيــښــو پــرونــيـو درتـــه څـــــه و وايـــــم

دهء پښــتـو هيره کړه په خپل کلتور ملنډي وهي
ددې بـېـــننــګ د بېــننګــيـو درتـــه څــــه و وايــم

چي به له وهمه په ځانګو کي زما په نوم ويدېدل
اوس د پنجــاب د تورلينګيو درتـــه څــه و وايـم

ښـه دی چي زړه دي لا تراوسه پـه امان پاتــه دی
کـــه نـــه د عشــق د ليونــيـو درتـــه څــــه و وايــم

تنکي ګلان مي ستاپه تور اوربل کي نه و ټومبل
نــور د خوني خونـي سيلــيـو درتـــه څــــه و وايــم

پر وچــو شونـــډو ملتـيـاره مُـسکا نـــه وه د چــا
د سـوو ســوو ، آسويـــلــيـو درتـــه څــه و وايـــم

a.millatyar@gmail.com ايميل :