طالبان د بريښنا سم نيمايي محصول اخلي.

عطاالله محمدي | جولای 22nd, 2013


د هيواد د مهم بند کجکي د سم نيمايي بريښنا محصول وسله وال طالبان ټولوي .
کجکی ټول ۳۲ ميګاواټه بريښنا لري چي يوازي يې ۱۲ ميګاواټه کندهار ته ورځي .
د کجکي ۳۲ ميګاواټه بريښنا سم نيمايي د هلمند او کندهار په ځينو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو تر ولکي لاندي ده او هره مياشت وسله وال طالبان لسګونه ميلونه افغانۍ محصول خپله اخلي .
د کندهار د بريښنا رييس انجينر سيدرسول هم دا خبره مني او وايې چې په بدل کې يې وسله وال طالبان پر لاره د غځيدلو مزو او نور سيسټم ساتنه کوي .
بلخوا په کندهار کې د بريښنا حالت تر پخوا سخت کمزوری شوی دی او دا مهال چي هوا ګرمه او روژه هم ده خلک په سخت تکليف کې دي .
د کندهار د بريښنا ريس يې لامل د بريښنا زيات مصرف او د خلکو بيغوري بولي .
ريس واپي پلان لري چي د ملي سوداګرو په مرسته او په خپلو امکاناتو په راتلونکو نهو مياشتو کې د شاولي کوټ ولسوالۍ د دهلې د بند څخه د لس ميګاواټه بريښنا د تر لاسه کېدو نوی سيسټم جوړ کړي .
د کجکي د بريښنا څخه يوازي دوولس ميګاواټه بريښنا کندهار ته ورکول کيږي چې ډېره يې ځايه کيږي ، د ډيري پيسی زورواکان نه تحويلوي چې له امله يې خلک د بريښنا د چارواکو څخه ناراضه دي .

Copyright Larawbar 2007-2024