کور / شعر / دوصال رنگینوشپوکی

دوصال رنگینوشپوکی

د زیارمحمد ( تصور ) لنډه پیژندنه

زیار محمد (تصور ) د شهید شیرمحمد زوی په (1368) هجری لمریز کال د لغمان ولایت مرکز پوری اړوند د تیرگړیو په کلی دی دنیا ته سترگی پرانستی ، خپل لمړنی او منځنی زده کړی یی د لغمان ولایت په مرکزی عالی لیسه (روښان عالی لیسه) کی تر سره کړدیدی ، تصور صیب له (1381) هجری لمریز کال را پدیخوا شعرونه لیکی ، شعرونه په الینگار ، ښکار ، زرکمر، لښته ، روښان، د آزدی غږ ، داد مستو څپو شوردی او د الفت لاریان شعری کتاب ، ورځپانو او مجلو کی خپاره شویدی.

زیارمحمد ( تصور ) اوس مهال د شخصی کاروبار سره سره د کابل ولایت د ښوونی او روزنی په پوهنتون کی د اجتماعی علومو محصل دی.

دوصال رنگینوشپوکی

په دی ټگه دنیـــا گـــــی کـی
څه عجیبه شانتـــــی وخت وو
زه اوته چی به پری ناست وو
دشـــاهـــانوغونـدی تخت وو

ســتاد حســـن پاچـــاهـی وه
ته پـاچا زه دی وزیـــــر وم
ستاد تــکی سپیــــنی غاړی
ای جــــانانه زه زنځـــیـروم

چـی سهر به را بـیدارشـوم
ستــابه نوم زما په خوله وو
بل څــه نه وو خــوږه یـاره
محبـــت می ټـول دزړه وو

مازیـگر به چـــــی ورتـللو
دبـاغـــــونو تماشــــــــو ته
ماغونچی غونچی گـلان به
جـــوړولو ستاکمــــــڅـوته

مازیگر به چی ماښـام شــو
هری خواته به تیـــاری وی
خوزمونږ تیاره مــالت کی
ستادمخ شغلی خــوری وی

دوصـال رنگــینوشــــپوکی
یولــه بـــــــله زاریـــــــدلـو
هیڅ خــوبونه بـه مـونه وو
ترصـــــــبـابـه خــــندیـــدلو

ستا تصویر چی به جــــانانه
زما ستـــرگــوکی میــلمه شو
شـــــوم به تـاته تـــصور کی
هــریــــوغم به می لمــبه شو