دکورنیوچارووزیرمجتبی پتنګ ته وکیلانو دسلب اعتمادرایه ورکړله

59 | جولای 22nd, 2013


دکورنيو چارووزيرغلام مجتبی پتنګ، دولسي جرګې په نننۍ استيضاحيه غونډه کې،د رايوپه اکثريت سره سلب صلاحيت شو.
دولسي جرګې دغړو لپاره دنوموړي ځوابونه دقناعت وړنه وو او درايې اچونې په پايله کې ١٣٦ رايې رد، ٦٠ رايې تاييد، پېنځه رايې سپينې اوڅلور رايې هم باطلې ورکړل شوې وې چي درايوپه ّاکثريت سره سلب صلاحيت شو.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي د رايې اچونې د پايلې له اعلانولو سره، له ولسمشر څخه وغوښتل چې يو مناسب کس، د باور رايې د اخېستلو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژني.
غلام مجتبی پتنګ څه موده مخکې له دغه وزارت څخه دبسم الله محمدي دسلب صلاحيت کولو وروسته، ولسي جرګې ته دکورنيو چارودوزيرپه توګه وروپېژندل شو اوله دغې جرګې څخه يې دباوررايه واخېسته.
ولسي جرگې دافغانستان دکورنیو چارو وزیرمجتبی پتنګ،په داسی حال کي سلب اعتمادکړ. چې ولسمشر کرزي په یوه اعلاميه کې ویلي دي چې دپتنګ دسلب اعتمادیدو موضوع به سترې محکمې ته ولېږي.
تردې دوې میاشتې مخکې مجتبی پتنگ د افغانستان دکورنیو چارو وزارت په چارو کې دولسي جرگې دغړو له بېځایه لاسوهنو نه شکایت کړی وو. هغه ویلي وو چې د استازودغوښتونو عمليٍ کول دکورنیو چارو په وزارت کې داصلاحاتو مخه نیسي.
پتنگ ددوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۲۲) د افغانستان دولسي جرگې له خوا استیضاح شو او تر رای اچوني وروسته له خپلي دندې څخه گوښه شو. دافغانستان د ولسي جرگې مشرعبدالرووف ابراهیمي، داستازو پریکړه داسې اعلان کړه: «ښاغلو وکیلانو، ۱۳۶ مخالفې رایې اچولي دي، ځکه نو ښاغلی مجتبی پتنگ د افغانستان د کورنیوچارودوزارت له دندې څخه سلب اعتماد شو.»
بل لوري افغان جمهوررئیس کرزي دپتنګ تر استیضاح وروسته په یوه بیانیه کې وویل چې دوزیرسلب صلاحیت کیدل بایدموجه دلایل ولري. هغه ویلي دي چې اوس به د پارلمان پریکړه سترې محکمې ته واستوي او دمحکمې ترسپارښتنو وروسته به ددې موضوع په اړه خپل موقف روښانه کړي. پر دې سربیره افغان ولسمشر مجتبی پتنګ د محکمې دحکم ترصادریدو پورې دافغانستان دکورنیو چارو وزارت دسرپرست وزیرپه توګه ګومارلی دی.
مجتبی پتنگ دسلب اعتمادوروسته دخبریالانو په یوه غونډه کي وویل،چي هغه دیوي غټي مافیایي کړۍ په لومه کي راغلی دی.دهغه په وینا ډیرداسي کسان شته چي زما دسلب اعتمادته یې انتظارکاوي،حتي زما مرستیالان هم په دي فکر کي وو،چي کله به زه لیری شم اودوی به زماپرځای وزیرشي. دهغه په وینا په کورنیو چارووزارت کي درغلي اورشوت ډیرشوی دی، هغه وایې چي دامنیت خصوصی کمپني وطالبانو ته رشوت ورکوي چي اکمالاتي لاري وتړي اوداکمالاتوباري موټرونوته اورورته کړي.
مجتبي پتنګ وویل چي زه دخپل جمهوررئیس رئیس خبره منم که هغه را ته ووایې چي کارپریږده ،زه به دستي دخپل وزارت څخه لیری شم اوپه ښارکي به بیله وسلي دخپلو خلکوسره یوځای خپل عادی ژوندغوره کړم.هغه وویل که ستره محکمه څیړني پیل کړي زه به ټول جریانات دوی ته څرګندکړم.
په دغه غونډه کي پتنګ خبریالانو ته وویل «زما له کوره نیولې دبل هرافغان په کورکې له یوه میل څخه ترڅلورومیلو پوري وسلې موجودې دي. اوس په افغانستان کې دخلکو په کورونو کې(۲۷۵۰۰۰ )میله وسلې شته. موږلاتراوسه ددغووسلو په ټولولو کي نه یو توانیدلي.
دیادوني وړده،چي دکورنیوچارووزیربه ترهغه وخته پوري دسرپرست وزیرپه تو ګه کار کوی ترڅو چي ستري محکمي په دي اړه خپله پریکړي نه وي صادره کړي.
څو کاله مخکي دافغانستان دبهرنیوچارووزیررنګین دادګر سپنتا هم دولسي جرګي لخواه سلب اعتمادشو .ولی جمهوررئیس کرزی دهغه موضوع ستری محکمي ته ولیږله،چي بیا ورو سته ستري محکمي هغه ملامت ونه ګاڼي اوتریوه کال نه زیات دوزارت په چوکي کي دسرپرست وزیرپه تو ګه پاتي شو.

Copyright Larawbar 2007-2024