موږک او چونګښه ( کوږ بار تر مزله نه رسیږي)
د موږک او د چونګښی یارانه وه
پر دوستۍ یې تیره سوې زمانه وه
د لوی ډنډ پر څنډو دواړه اوسیدله
هره ورځ به یې یو بل سره لیدله
پر یوه څنډه موږک جوړ کړی کور وو
پر هابله د چونګښي ژوند سمسور وو
په لامبو به هرځ چونګښه ولاړه
له موږک سره به سوه غاړه په غاړه
کرۍ ورځ به یې کیسې سره کولې
یوه بل ته خاطرې به یې ویلې
خاطرې کله خوږې کله ترخې وې
کله لاپي کله ټوکي مسخرې وې
د چونګښي شکایت وو له مارانو
د هوا له ځناورو له بازانو
خو د خپلي هوښیارۍ کیسې یې کړلې
او د ډنډ اوږدې غوټې یې یادولې
خدای راکړې هوښیاري او خپل کمال دی
باز او مار ته مي جوړ کړی لوی جنجال دی
نه ماران د ډنډ له څنډي را تیریږي
نه د باز منګول اوبو ته را رسیږي
ځکه هره ورځ تر تا پوري راځمه
کرۍ ورځ په صحبتونو تیرومه
خو موږک لره پریمانه دښمنان وه
شاوخوا یې پیشوګاني لوړ مرغان وه
په هر ځای کي یې سوري کړي ګودامونه
په هر کونج کي ورته ایښي وه دامونه
ډیر له خپله غاره نه سو راوتلای
پوري غاړه یې د ډنډ نه سوای لیدلای
په اوبو کي یې پل نه سو ایښودلای
دوه قدمه یې لامبو نه سوای کولای
خو چونګښی ته په زړه کي دا یو سوال وو
همیشه به یې له ځان سره جنجال وو
چي په څشي تر موږک یمه په کمه
هره ورځ چي یې تر کور پوري راځمه
دا موږک خپلو غاښو ته خامتما دی
هم په خیال کي پهلوان دی هم اغا دی
ما به نه بولي له ډلي د سیالانو
زما ټاټوبی ګڼي مېنه د خوارانو
ځکه نه راځي هیڅ وخت زما تر بورجله
چي څرګنده یارانه کړي راته خپله
یوه ورځ يې و موږک ته ویل وروره
ته هم راسه میلمستیا ته زموږ تر کوره
زه دي پښه په خپله پښه پوري تړمه
له یوې غاړي تر بلي پوري ځمه
زما پر شا به سپور سفر به د اوبو کړې
تماشه به د وړو لویو څپو کړې
یو څو ورځي دي پر کور میلمه کومه
ذخیرو ته د غنمو دي وروړمه
مست به ګرځې د غلو دانو له بنګه
د زړه مراد به دي وي کور زما له څنګه
نه به ډار وي د بازانو پیشو ګانو
نه دامونه د سود خورو ظالمانو
چي چونګښي د خپل کور کیسه کوله
د موږک پښه یې په پښه پوري تړله
د چونګښي چي طرف مخ پر اوبو سو
د موږ نازک زړګی په دربیدو سو
چي چونګښه سوه غوټه د ډنډ اوبو کي
موږک پاته سو یوازي په څپو کي
په یوه ګړي کي ډوب سو تر کرنکي
له ناکامه یې وهلې تلپتکي ( بې واکه لاس و پښې وهل)
باز له پاسه موږک ولیدی اوبو کي
په یوه غوټه یې پورته کړ پنجو کي
چي له کښې د غره پر لوري په هوا سو
یو ناڅاپه د خپل ښکار په تماشا سو
له موږک سره چونګښه وه تړلې
خپل بد نیت وه د اجل په تار پییلې
په هوا وه دواړه ښکاره باز څیرلي
پستې غوښي یې بچو ته وې ساتلي
چي کوهی بل ته کیني پکښی به لویږي ( متل)
تر مزله کاږه بارونه نه رسیږي ( متل)
د ۲۰۱۳ کال د جون یوویشتمه
ویرجینیا