دټاکنوخپلواک کمیسون دملي شوراپراستازونیوکه وکړله
59
دانتخاباتو کمیسون مرستیال وایې چي دټاکنوخپلواک کمیسون ددندو، تشکیل،واکونو اوټاکنیزوشکایتونوته درسیدنې کمیسون قانون دملي شورااستازولخوا دشخصي ګټوپربنسټ تصویب شوی دی.
دټاکنو خپلواک کمیسون وایي، چې دملي شورا استازودغوراوي کمیټې په رامنځته کولو سره اساسي قانون نقض کړی اوپه دې کارسره یې دانتخاباتو په کمیسون کې دکمیشنرکیدولپاره ځان ته لار هواره کړې ده.
دانتخاباتو کمیسون مرستیال خبردارۍ ورکوي چې ددې کمیټې په جوړیدوکې د بهرنیانو لاس دی.ولي ده ونه وویل چي دکوم هیوادبهرنیان پکي لاس لري.
دټاکنو خپلواک کمیسون مرستیال، عبدالخالق حسیني پشه یي وویل: «دولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي دغوراوي کمیټې لپاره ځانونه نوماندکړې دي، دوی د ټاکنو خپلواک کمیسون ددندو تشکیل اوواکونو قانون دولس اوملي ګټوپه اساس نه دی تصویب کړی، بلکې دوی په دې کارکې خپلې ګټې په پام کې نیولې دي.»
افغان دولت دتوکیو کنفرانس پر مهال دراتلونکو ټاکنو وړاندې دانتخاباتي قوانینو دتصویب کیدو ژمنه کړې وه، خو اوس دټاکنو خپلواک کمیسون وایي چې بهرنیانو دانتخاباتو خپلواک کمیسون ددندو، تشکیل، واکونو اوټاکنیزو شکایتونو ته درسیدنې کمیسون قوانینو له محتوا نیولې ترتصویب پورې دخالت لری.
ویل کیږي تراوسه دریوکسانو دټاکنو خپلواک کمیسون مقامونو ته درسیدولپاره ځانونه نوماندکړې،دغوراوي کمیټه به اووه ویشت تنه غوره اودتاییدلپاره به یې ولسمشر ته به یې واستوي.
دټاکنو خپلواک کمیسیون دافغانستان داساسي قانون د ٦٤ مادې د ١٦ فقرې له حکم سره سم، دانتخاباتو دخپلواک کميسيون او دانتخاباتي شکايتونو دخپلواک کميسيون د تشکيل ،دندواو صلاحيتونو قانون چې دملي شورا ددواړومجلسونودمختلط هيئت د١٣٩٢ کال دچنګاښ دمياشتې ددوه ويشتمې نيټې د ٩٥ ګڼه پريکړې له مخې په پنځو فصلونو او ٣٥ مادوکې تصويب شوى دى،