پاړه چنار کې دچاودنو له امله ٥٠ کسان وژل شوي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جولای 27th, 2013


پېښور: په پاړه چنار کې د دوو بمي چاودنو له امله ٥٠ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ زيات نور ټپيان دي. د حکومتي رسنيو د راپور پر بنسټ دغه چاودنې د جمعې په ماښام له روژه ماتي لږ څه وړاندې شوې دي.د پاکستان د حکومتي تلويزيون د راپور له مخې لومړۍ چاودنه د پاړا چنار په مرکزي بازار کې او دويمه له لومړۍ چاودنې سره نژدې د سکول روډ په سيمه کې شوې ده.د پاړا چنار روغتون د بېړنۍ څانګې يوه کارکوونکي ويلي چې په چاودنو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی او ۲۵۰ کسه نور ټپيان دي.د رويترز خبري اژانس د کرمې ايجنسۍ د يوه مشر رياض مسعود له قوله ويلي چې دواړه چاودنې ځانمرګي بریدونه وو، او دوو موټر سايکل سپرو کړي دي.چارواکي وايي دواړه چاودنې د څلورو دقيقو په فاصله کې شوي او يوه له بلې کابو ۴۰۰ متره لرې شوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024