کور / رسنۍ / دجغتو مهالنۍ نهمه ګڼه چاپ شوه

دجغتو مهالنۍ نهمه ګڼه چاپ شوه


 


د جغتو مدني او کلتوري بهیر په ویاړ سره د (جغتو مهالنۍ) د نهمې ګڼې د چاپ اعلان کوي چې له  وردګو څخه خپریږي او د هیواد د یو شمیر لیکوالو په زړه پورې لیکنې د مینه والو مخې ته ږدي. د غه ګڼه د ۱۲ مخونو په درلودلو سره تازه له چاپه راووته.


په دې ګڼه کې ډول ډول لیکنې خپرې شوې چې عنوانونه یې په لاندې ډول دي: د هیواد په آبادۍ کې د خلکو ونډه (سرلیکنه)،قرآن کریم تلپاتې معجزه، حضرت محمد (ص) د علم او پوهې پیغمبر، د وردګو په هکله څیړنه دریمه برخه، د بریالیتوب راز ، سولې ته زموږ د خلکو ضرورت ، د وردګو له والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي سره مرکه، د اسلام له نظره د ماشومانو ځورول، د خلکو اړتیاوې او ځینو والیانو د پام وړ کارونه، بریښنالیک یا Email، د سپوږمۍ پر مخ د ګلانو کرونده، شعرونه او داسې نور مطالب تشکیلوي.


د جغتو د مدني او کلتوري بهیر لارویان د هیواد له ټولو زړه سواندو شخصیتونو، لیکوالو، روڼ آندو او خواخوږو څخه په ډیره درناوۍ هیله کوي چې د خپلو خوږو لیکنو، تعمیري نیوکو، رغنده وړاندیزونو او هر اړخیزو مرستو په کولو سره په دې لاره کې زموږ مټې لا غښتلې کړي.


جغتو د هیواد په مرکز او ولایتونو کې له کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کولای شی او هغه څوک چې  انټرنیټ ته لاس رسي لري د جغتو د بریښناپاڼې له لارې یې لوستلی شي چې ډیر ژر به په لیکه شي تاسو ټول یې لوستلو ته رابولو.


نوټ: ستاسو هر ډول مادي او معنوي مرستې به له موږ سره هیواد ته د خدمت د بهیر په پیاوړي کولو کې ستر رول و لوبوي نو که غواړی چې د جغتو مهالنۍ په خپل وخت ستاسو چوپړ ته وړاندې او ستاسو لیمې یې په لیدلو باندې خوږې شي نو په دې لاره کې یې یوازې مه پریږدی. موږ له خپلو خلکو او هیواد سره کلکه ژمنه کړې ده چې د خپلو امکاناتو په حدودو کې به یې هرو مرو خدمت کوو او د جغتو د مهالنۍ ډیوه به روښانه ساتو.


جغتو مهالنۍ ته خپلې لیکنې، وړاندیزونه، نیوکې او لیکونه په لاندې پته رالیږلی شی.


مینه او مننه


ګل آغا احمدي وردګ


د جغتو مدني او کلتوري بهیر


بریښنا لیک: jaghatumagazine@gamil.com


بریښنالیک: gulaghaa@yahoo.com


بریښنا پاڼه: www.benawa.com/rasanay/jaghato


د تماس شمیرې: 0093799301833


                    0093707411946


                     0093799448195