کور / تازه خبرونه / په فاریاب کي ځانمرګي بریددملي اردوسرتیروته مرګ ژوبله واړوله

په فاریاب کي ځانمرګي بریددملي اردوسرتیروته مرګ ژوبله واړوله

ميمنه:دپژواک خبری آژانس په حواله,نن له غرمي وروسته یوه بجه دفاریاب ولایت د المارپه ولسوالي کي دیوه ځان مرګي بریدپه ترڅ کي دملي اردویوسرتیری وژل سوی او څلورتنه نورټپیان شوي دي.دغه بریددیوه موټرسایکل چلونکی لخواه دملي اردودټانک سره دالمارپه مرکزکي ترسره شو.
ویل کیږي چي، په دغه بریدکي دملي اردویو زیات شمیرتجهیزات هم له منځه تللي دي. په فاریاب کي دشاهین د(۲۰۹) قول اردوقومانداني ویاندجګړن رضا وایې ،چي له بریدوروسته په سیمه کي تصفیوی عملیات پیل شول. دهغه په ویناددغوعملیاتوپه ترڅ کي دري طالبان وژل شوي اوڅوتنه یې نیول شویدي.
دبریدپه هکله وسله والو طالبانو تراوسه پوري څه نه دی ویلي.