کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه :په افغانستان دملکي کسانووژنه ۲۳٪ سلنه زیاته شویده

ملګري ملتونه :په افغانستان دملکي کسانووژنه ۲۳٪ سلنه زیاته شویده

نیویارک:دملګروملتونوسازمان دسه شنبه په خپل وروستي را پورکي خبرورکړي ،چي د(۲۰۱۳ )کال په تیروشپږومیاشتوکي دافغانستان په جګړه کي دملکې کسانووژنه په سلوکي تر(۲۳) ٪سلنه زیاته شوی ده.
په دغه راپورکي راغلي چي دروان کال په تیروشپږومیاشتوکي په افغانستان کي دجګړي پرمهال (۱۳۲۰) ملکي کسان وژل شوي او(۲۵۰۰) تنه نورټپیان شوی دي .په وژل شوواوټپیانوکسانوکي ښځي اوماشومان هم شامل دي.
ددي راپورپربنسټ (۷۴)٪سلنه بي ګناه ملکي کسان دځانمرګو، بمي چاودنو له امله وژل شوي اوټپیان شوي دي. دغه راپوروایې،چي په ټولنیزډول دافغان ملي امنیتي اوبهرنیومیشتوځواکونوپه نښتوکي (۹)٪ سلنه ملکي کسان وژل شوي اويا ټپیان شوی دي.دملګروملتو سازمان څيړنې دښځو او ماشومانو دتلفاتو زياتوالی د انديښنې وړ ګڼي او وايي د ښځو او ماشومانو د تلفاتو زياتوالی په افغانستان کې د جګړې د ناوړه واقعيت ښودنه کوي.په دغو شپږو مياشتو کې( ۳۳۷) تنه ښځې او ماشومان وژل شوي او( ۷۷۰) ښځې او ماشومان هم ټپيان شوي دي.
ددې سازمان دڅيړنو له مخې دښځو او ماشومانو تلفات ۳۸ سلنه زيات شوي دي.
دملګروملتونوپه بیانه کي راغلي ،چي ډیرکسان دایساف او ناټودهوايې ځواکونوپه برید ونوکي له منځه تللې دي. ملګري ملتونه په دی اړوندخپله کلکه اندیښنه څرګنده کړی اووایې که دملکي کسانودتلفاتوکچه را ټیټه نشي ،نوافغانان به دیوه بل سخت ناورین سره مخامخ شي.
ملګری ملتونه وایې،چي یوازې دروان کال دجنوری دمیاشتي څخه بیا دجون ترپایه پوري دځانمرګو بریدونوله کبله (۴۴۳) ملکي کسان وژل شوي او(۹۱۷) تنه ټپیان شویدي.
دملکي کسانودوژلواوټپیانودغه کچه اوس (۴۳) ٪سلنه لوړه شوی ده. دملګری ملتونوپه یوه احصائیوي راپورکی ویل شوي،چي دوسله والوځواکونوپه خپل منځویونښتوکي (۲۰۷) تنه ملکي کسان وژل شوي او(۷۶۴) تنه ټپیان شوي دي.
په اخیرکي ملګري ملتونه په جګړه کي دټولودرګیروخواه څخه په کلکه غوښتي دي،چي په جګړه کي دملکي کسانواودبیګناه خلکوله وژني څخه په کلکه ډده وکړي.