کور / تازه خبرونه / دافغانستان هندوان اوسیکان په ولسي جرګې کې څوکۍ غواړي

دافغانستان هندوان اوسیکان په ولسي جرګې کې څوکۍ غواړي

کابل:په هیوادکې دهندوانو او سیکانو مرکزي شورا اودمدني ټولنو ادارې افغان حکومت اوملي شوراداساسي قانون په نقض کولو تورنوي.دوی دڅوورځوراهیسي په کابل کي لاریونونه وکړه اودخپلوحقوقوداعاده کولواطمینان غواړي.
دوی ټینګارکوي،چي دټاکنو قانون په مسوده کې دهندوانو اوسیکانو لپاره په ولسي جرګه کې یوه څوکۍ په پام کې نیول شوې وه،خوملي شورادغه ماده دټاکنوله قانون څخه حذف کړله.
بله خوا ددغې شورا مرستیال وایي ،په داسې حال کې چې دټاکنو خپلواک کمیسون زموږدغړیتوب لپاره کاندیدمعرفي کړی و،خو ولسمشر ددوی غوښتنې ته پاملرنه نه ده کړې.په هیوادکې دهندوانو اوسیکانو مرکزي شورا وایي،چې حکومت اوملي شوراتل د دوی له حقونو څخه سترګې پټې کړې اوددوی قانوني غوښتنو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.
دغه شورا ټینګار کوي،په داسې حال کې داساسي قانون په دوه ویشتمه ماده کې ویل شوې دهیواددوګړوترمنځ هرډول تبعیض اوامتیازمنع دی، خو داسې ښکاري چې دغه ماده دحکومت اوملي شورا لخوا نقض شوې او په ملي شورا اودټاکنو په خپلواک کمیسون کې ورته هیڅ چوکۍ نه ده ځانګړې شوې.
دافغانستان دهندوانو اوسیکانو دسراسري شورا مرستیال، راویل سینګ وایي: «په داسې حال کې چې دټاکنو په خپلواک کمیسون کې دهندوانو لپاره یوه چوکۍ ځانګړې شوې وه،خودغه ماده دملي شورالخوا حذف اوهندوانو ته کوم امتیازنه دی ورکړل شوی، اوس هم دټاکنو خپلواک کمیسون دغړیتوب لپاره دهندوانویو استازی معرفي شوی و،خوولسمشر دې موضوع ته هیڅ پام نه دی کړی.»
دافغانستان دسولې کلي دادارې مشر، احمد شاه ستانکزی وایي: «هندوان خو څه دهنداو پاکستان مهاجرین نه دي، دوی دهمدې خاورې دي اودولسواکۍ په تامینولو کې یې رول لرلی دی، که چیرې ددوی غوښتنوته لاس رسۍ نه کیږي، نودوی چیرې ولاړشي.»
له بلې خوا د مدني ټولنې يو شمير ادارې له دغې شورا په ملاتړسره وايي بايدد هيواددهندوانوحقونه ورته ورکړل شي.
دمدني ټولنې یو غړی، اجمل بلوچ زاده وایي: «هندوان دقانون په اساس له حکومت او ملي شوراڅخه دخپلوحقونوغوښتنه کولی شي،خو داسې ښکاري چي حکومت اساسي قانون نقض کړی اودهندوانوپرغوښتنو یې سترګې پټې کړې دي.»
دهيوادد هندوانو او سيکانو مرکزي شورا ټينګارکوي، په داسې حال کې چې په پخوا وختونو کې په هيوادکې دهندوانو په زرګونو کورنيو ژوند کاوه دهغوي ټولو امتيازاتو ته درناوی کيدی. خو اوس چې دغه شميرکابو(۷۰۰)کورنيو ته رسيږي د هغوي غوښتنو ته یې پام نه کيږي.
دیادونې وړده چي په افغانستان کي سیکان او هندوان دډیرو پخوا وختو نه په افغانستان کي اوسیدل.په هیوادکي شاه وخوادسیکانو شمیرتخمیناً له (۲۰۰۰۰ تر ۳۰۰۰۰) زرو پورې موجودوو چي شمیریې شل زره کورنیوته رسیدی،دوی په هیوادکي غټ کاروبارونه اوسوداګري درلوده.ولي دکورنیو جګړوله امله دوی هم لکه نور افغانان دیته اړشول چي افغانستان پریږدي اوبهرته کډوال شي.
اوس چې زیات شمېرهندوان اوسیکان بهرته كډوال شوي دي،دتخمیني ارقاموله مخې شاه وخوا( ۷۰۰)کورنۍ به استوګن وي،چې ټول شمیر یې (۵۰۰۰ یا ۶۰۰۰ )زرو تنو ته رسیږي.