کور / سياسي / په افغانستان کي جنګی جرمونه

په افغانستان کي جنګی جرمونه

لیکوال:بروس ریچارډسن
ژباړن:لطف الله رحمتي
لراوبر ویبپاڼه: ۱۱.جولای.۲۰۱۳

ایمونډ بورکي یو وخت لیکلی وه چي: يوه پېښه سوی ده چي ویل یې ډیر سخت دي او په اړه یې خاموشه پاته کيدل ناممکن دي. جنګي جرمونه همداسي پیښي دي.

د ۲۰۰۱ څخه تر اوسه: د امریکا په رهنمايي د ناټو حمله او په افغانستان کي د دوی وظیفه د ډول ډول داسي جرمونو شاهده ده چي، د نړیوال منشور، چي بشری حقونو او د جنګ په دعوه کي ساتنه حمایه کوي خلاف دي.

د امریکا پوځیانو داسي ویرونکي انځورونه اخیستي دي، چي په هغه کي له افغان ملکیان څخه سرونه پرې سوي،گډوډ او بې هدفه په یو چپاو کي وژل سوي دي او د پوځي ډلې په منځ کي پر مځکه ښکاره کيږي چي دا ، د تیرو وختو د را پیادولو یو بیرونکي صحنه ده، او بیا دا انځورونه په انټرنیټي، تلویزېوني او چاپي رسنیو کي را څرګندېږي.

په دا ورستیو کي د بشری حقونو شورا د افغانستان او عراق د جنګ په ساحوکي د امریکایې توقیف او پلټونو د ترسره کولو پر چلند خواشنی څرګنده کړه. دوی په خپلو توقیفو کي غیری انسانی ظلمونه کوي لکه: د بندي په سر کڅوړه ور اغوستل لاسونه اوپښی تړل او بیا په فشار سره مسلسل اوبه پر پاشل چي په نتجه کي د بندي سږو ته اوبه لاړی سی او ژوند دلاسه ورکړی، د خوب څخه محرومول او نور ډول ډول روحي او فزیکي شکنجه کول چي دا ټول د نړیوال چلند او بشري قانون خلاف دي.

لکه څرنګه چي موږ اوس پوه سوی یو چي دیو ځواکمن غړي په خاص ډول د لوړی رتبه کسان چي ډیر بد ظلمونه يې کړي وي، ډیر کم پلټل کيږي، رسمي مجرم ګنل کيږی او محکمې ته معرفی کيږي.

په نژدې وختو کي چي د جنک د پیښو کیسې تر خلګو ورسیدې ، نو د دوئ د ارامولو لپاره او د جنګ د سم ښودلو لپاره پر یو څه شمیر امریکایي عسکرو باند د بې ضمیره یا ناروا کارونو تورونه ولګیدل او محکمې ته معرفی سول.

او داسی تورونه یواځی پر ټیټ رتبه عسکرو باندي ولګېدل که څه هم بېشکه چي د قانون په نظر تر ټولو غټ مجرمین د جنګ معماران دي، مګردا د انصاف له نظره توپیري چلند او په قانون پسخند وهل دي.

جنګې جرمونه په نشرسوو عکسونو کي ډیر واضح معلومېږي. او په دا نیژدې وختو کي په پراخ ډول سره نړیوال ضمیر لرونکو، لکه ځینو اروپایې هیوادونو د امریکا د مخکي ریس جمهور بوش ادارې چارواکي او خپله بوش د افغانستان او عراق په جنګ کي په تشدد او ځورونو تورن کړل او یو حکوم یې د دوئ په اړه وکړ، چي په هغه کي جورج بوش، ډونلډ رومسفیلډ، کونډولیزا رایس، کولن پاول او نور ادارې چارواکو باندي د نړیوالو سفرو بنديز ولګول سو. که څه هم، داسي حکمونه په متحده ایالتو کي د جاري کولو وړ نه دي، سره له دې چي جنګې جرمونه د امریکا دمتحدو ایالتو د ملې او نړیوال قانون څخه سرغړونه ده، او د امریکا متحد ایالت د داسي یو ملک په صفت راڅرګند سوي دي چي ډیر نړیوال تړونونه یې لاسلیک کړي دي او موافقه یې ورسره کړې ده چي د جنګې جرمو اجراکوونکو مخه به نیسی.

د ملګرو ملتونو د یو قوي غړي په توګه او د ویټو حق لرونکی چي په واضیح سره توپیري چلند کوي او د انصاف پر قانون ټوکي کوي، خو تر اوسه لا د ملګرو ملتو لخوا په رښتیا سره امریکا نه تعقیبیږی
او د مختلفو حملو قوي غړي په خپله تر قانون لاندي تر تولو غټ جرمونه کوي.”د تیری یا د حملي جنګ” کله چي متحدينو په سختۍ سره د نازي د دوهم نړیوال جنګ د اواخرو د مجرمینو د محاکمې دعوه کوله، دواړو روسیه او امریکا چي کله د جنګې جرمونه وکړل دملګري ملتونو بشری حقوق او د نړیوالو مجرمینو محاکمې بخښه ورته وکړه.
د ۱۹۷۹ – ۱۹۸۹ : پرافغانستان د روسې د یرغل او د وظیفې پر محال ډیر جنګې جرمونه وسول او بیا په ۱۹۸۹ کي د روسانو له وتلو وروسته د افغانستان د نظامي گوندونو تر منځ د سیالیو په دوران کي نوري ډیري ځوروني وشوې.

په کابل کي جنګي جرمونه:

د ۱۹۹۲ په اپریل کي د مسعود استخباراتي ډلې په کابل کي د خاد ساختمان په زوره واخیستی او نوي پټ پولیس یې د ملې امنیت په نامه جوړ کړ. همدارنګه په پنجشیر کي یې بندي خانی جوړي کړې او یو بله پټه بندي خانه یې په کابل کي جوړه کړه چي ، هلته د پلټنو په وخت کي بنديان شکنجه کیدل او هلته یې یو نوی میکانیزم جوړ کړ چي ، دې ته بیا د پلټنو څانګه (ریاست تحقیقات) ویل کیده، او داسی ګنګوسې وې چي ، په ټول افغانستان کي یې پنځه زره جاسوسان او کارکونکي يې درلودل. (Danesch, p. 37).

یو ځوان هلک چي ، د پلټنو لپاره نیول شوی و، د شپیتو ورځو لپاره د ديرشو نورو بنديانو سره په زوره په یوه کوچنۍ زیرخانه کي بیله اوبو او حفظ الصحی امکاناتو تخته اچول سوی وو، وروسته بیا پنجشیر ته یووړل سو او هلته یې د کارګرو په یو اطاق کي بندي کړ، څو اونۍ یې یې سترګې ور وتړلې ، ویي واهه، په مات بوتل یې جنسی تیری پر وکړ، په لغتو یې وواهه او گوتي بې ور ماتي کړه شوې شکنجه سو، دي اوس دائیمی دردونه او داخلې زخمونه زغمی.

یو مشهور افغان ژورنالیست نوید فریدون د مسعود د امنیتی شبکي لخوا له یوي ښځي سره د وحشي رویې او د ډلیزي وژني په اړه وايي:

کله چي شپه سوه په یوه تعمیر کي چي اتیا ښځي اچول سوي وې ، نو د همدې تعمیر ساتونکي ورداخل سول او ډلیز جنسي تیری یې شروع کړل، د چوربتیو په لګولو سره قربانیان په نښه کیدل او تیری پرې کیدل، بدي چیغي وي، ښځي او نجوني به ایستل کېدې او بیا به د ټول عمر لپاره ورکیدلې، دغه بدي پیښی به هره شپه تکراریدلې.
د ناروغيو د خپریدو مخه نه نیول کیده ، نو ډیر ژر ډول ډول ناروغي شروع سوې. لومړی درې ورځې لپاره غذا نه پیدا کیدل او ډیر لږ وروسته په دو وروځو کي څلویښت کوچنیان د خپلو مندو په لاسو کي مړه سوه. هلته ښځي د اونۍ ــ اونۍ لپاره وساتل سوې چي، مړي ورځ په ورځ ډیریدل په هره ورځ تر پنځلسو پوري کوچنیان مړه کیدل.

د یو افغان ژورنالیست نوید فریدون په یاداښتو کي راغلي چي ، د رباني او مسعود په وخت کي يوه بیرونکی او غیري بشري سړه دوره تېره سوه. (Fraidoon p.13A),
یو وخت داسي پیښه وسوه چي ما تر اوسه نه وه لیدلي، یو څوک پر سړک لاندي خواته روان و اوږده او تیره چاړه یې په لاس کي نیولي وه، ما د دوی خبری وا نه وریدلي خو ده د یوي اميد واري ښځي سره خبری کولي، هغي جواب ورکړی . ورسته چي څه پیښ سول په هغه اړه فکر کول زما خوا ګرزوي. زه یواځي دومره ویلای سم چي ده د ښځي کالي څری کړل او نس یې هم ورڅری کړی، او کوچنی یې راوایستی . ما مخ واړوی خو د دي د سختو چیغو څخه تیښته نه وه، نارې کرار کرار په سونګيدو واوښتي او د لږ ځنډ وروسته په ارام دایمي خوب بیده سوه. وژونکي زما څخه کرار تیر سو او جنین یې تر ستونی نیولي و او د بام د څنډي څخه یې د نورو سره را وځړوی.

د ۱۹۹۷ په نومبر په کابل کي په ترتیب سره د عبدالعلي مزاري حزب وحدت، د دوستم جنبش او د مسعود شورای نظار په مشرۍ سره د ویري د لا ټینګولو او د تائیدولو خبري اتري سره تنظیم سولې.

له وحدت څخه یو بندي طالبانو ونیوئ په اقرار کي یې وویل چي ، په هزاره وو کي د کابل نیولو په جنګ کي یو عام متل و؛ که ته یو سني و وژنې ته به جنت ته ولاړ سې، که دوه ووژنې په جنت کي به یو لوړه رتبه تر لاسه کړې او که درې سني ووژنې او په خوله کي یې بولي ور وکړې نو ته به په جنت کي د یو خاص کور خاوند سې (نوید فریدون ۱۳-۱۵ (A
دوی په یو خاصه تکلفي ډول وژل کېدل چي ، احساس پاروونکی او د یو انسان لپاره یې زغمل سخت وی: دوی په مسلسل او تیز اور سره ژوندي سوځل کیدل. دوئ به تر هغه ژوندي سوځل کیدل تر څو چي ، دردناکه جسمي او روحي عذاب یې نه واي اخیستی او د شکنجې لپاره یو ښه میراث پاته سوی وی. د ۱۹۹۴ څخه مخکی یواځي خدای پاک پوهیږی چي ، څه پیښ سول خو په دغه کال کي ۴۰۰ روښان فکران د تحقیقاتو د ریاست لخوا سپک سول او بیا ووژل سول چي ، په قربانیانو کي استادان، پروفیسران، اداکاران، فیلم جوړونکي د مسعود لخوا په دي تورن سول چي د دښمن سره یې مرسته کوله. (Danesch, p.38) (5), (6)

ياداښتونه:

۱. د ډاکټر حسن شرق په حواله، کله چي مسعود د کمونسټی بانکي مامورینو او حکومتي کارکونکو سره په یوه دسیسه کي د کندز بانک قبضه کړ نو د بانک څخه یې ۱.۴ ملیارډه افغانی د شورایي نظار د مسلح کارکونکو په واسطه وایستلی، پنځه سوه لس میلیونه یې د خاد د پراخوالې لپاره مقرر کړلې. په دغه پیسو مسعود د خوپیه پولیسو ساختمان جوړ کړ، چي بیا به يې د کابل ښاریان ترورول. (په بوسټن کي د ډاکټر محمد حسن شرق او بروس ریچارډسن ترمنځ تلیفونی مرکه، ۱۶ د نومبر ۱۹۹۶)
۲. پروفیسر عبدالشکور رشاد، د علومو اکاډمی، کابل، د اکتوبر ۳۰، ۱۹۹۷ په یو مرکه کي خبر راکړ چي وحشت او اخلاقي خرابې د مسعود د استخباراتی شبکي سره یوځای سوي ده، خلګ مجبوره کیدل چي خپلي غوښی یا نجاست وخوری. ده موږ د دي څخه هم خبر کړلو چي د همدغه دوران په وخت کي هزاره د خپلو بنداینو څخه په يو سره او ګرمه آله سرونه په دي خاطر پریکوي چي پر بې سره مړی یو ډول لړزه راسی او دوی د دي څخه نه اټکلیدونکي او بې ډوله خوند واخلې، هزاره و په خوشحالی سره بې سره قربانیانو ته د مړی د ډانس نسبت کاوه. (ژباړه: افغان ژورنالست سید نورالحق حسینی، کابل، د اکټوبر ۳۰، ۱۹۹۷).
۵. “په کابل کي نیژادي تشدد “، “The “Dispatch”, نوید فریدون، د سیپټمبر ۹، ۱۹۹۶
۶. دعوت، ‘Top Afghans tied to ‘90s Carnage, Researchers say’, روډ نورلنډ، ۲۳ جولای ۲۰۱۲، هغه نومونه په کښي را څرګند سوي دي، چي په حیرانونکي ټول وژنه کي یې لاس درلود: فهیم، خلیلي، نور، اخوند، خیرکلو،مسعود، دوستم او محقق.د دې راپور پر بنسټ په نړیوالو حقوقو کي يوه پوښتنه را پورته سوه چي: موږ د دوئ نړیوال ملاتړ کوونکي ولې نه په نښه کوو؟

د ډیرو لپاره دا ډیره سخته ده چي ، سر یې په خلاص سي، راځئ چي ، یوا ځي بحث پر وکړو…. جنګې جرمونه د تاریکې موضوع ده او ډیر خوار ظلم تشکیلوي چي په اړه یې چپ پاته کېدل ناممکن دي.

** دا د هغه لیکنی وړاندي برخه ده چي مخکي چاپ سوی وه (‘Afghanistan, Ending the Reign of Soviet Terror’, Bruce G. Richardson, 1996-1998, pp. 79-81).
بروس ج. ریچارډسن، ۶.۲۰۱۳