کور / تازه خبرونه / دجلال آبادځانمرګې موټربم چاودني ۳۴تنوته مرګ ژوبله واړوله

دجلال آبادځانمرګې موټربم چاودني ۳۴تنوته مرګ ژوبله واړوله

جلال اباد:نن سهارلس بجي دجلال ابادښاردآمیر شهبد باغ اړونده سیمه كې دهندكونسلګرۍ ته څېرمه دیوه جومات مخي ته یوموټربم ځانمرګى بريد شوى، چې دامنيتي چارواكو په وينا ۳۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولي ده.
ويل كېږي په دې پېښې كې ډېرى وژل شوي اوټپيان دجومات طالبان دي.
دننګرهارا منيتي چارواکي دپیښي دپخلي ترڅنک رسنیو ته ویلي ،چي دا موټربم ځانمرګى بريدوو، اوددريوتنو لخوا ترسره شویدي.
دچارواکوپه وينا په دې پېښه كې ۹ تنه ملكي وګړي وژل شوي اوديوه پوليس په ګډون ۲۴ نورټپيان دي.
تراوسه هیچاه ددي بريدمسووليت نه دی منلی؛ خو دې ته ورته ډېرداسې بريدونه پخوا هم شوي، چې ولسي وګړوته درنه مرګ ژوبله پکې اوښتې اوطالبانو يې هم مسووليت نه دی منلې.