کور / تازه خبرونه / دټاکنوخپلواک کمیسیون مشروټاکل شو

دټاکنوخپلواک کمیسیون مشروټاکل شو

کابل:دافغانستان دټاکنوخپلواک کمېسيون نويو ۹کمېشنرانو په خپلمنځي ټاکنو کې احمديوسف نورستانی دټاکنودخپلواک کمېسيون دمشرپه توګه وټاکي.عبدالرحمن هوتکي دکمېسيون دمرستيال اوګلالۍ اڅکزۍ دکمېسيون دمنشي په توګه ټاکل شوي دي.احمد یوسف نورستاني دښاغلي فضل احمد معنوي ځای ناستي شو،کوم چي دولسي جرګي دتیروکلنودټاکنولړۍ یې په ناندریو اوشخړو اوښتي وه.
يوسف نورستانی په ۲۰۰۲ کال کې دولسمشر کرزي ويانداوسلاکارو.ښاغلی نورستانی وروسته دحامد کرزي په مشرۍ په انتقالي حکومت کې داوبودمنابعو اوچاپيريال دساتنې دوزیرپه توګه هم کار کړی دی .
نوموړی په ۲۰۰۶ کال کې ددفاع وزارت دمرستيال په توګه دنده ترسره کړیده.او په ۲۰۰۹ کال کې دهرات والي وټاکل شو.
لنډه پیژندنه:
احمديوسف نورستانى په( ١٩٤٨) میلادی کال دنورستان ولایت دوايګل ولسوالۍ دنشې گوم په کلي کې زيږيدلى دی، لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې درحمن بابا په ليسه کې بشپړې کړي دي.
په( ١٩٦٦)کال کې دکابل پوهنتون دادبياتو دپوهنځي دتاريخ اوجغرافيې له څانگې فارغ شو،او وروسته په همدغه پوهنځي کې داستادپه توگه وګمارل شو.
په( ١٩٧٣) کال کي نورستاني امريکا ته ولاړ اوهلته يې د«اريزونا» په پوهنتون کې دماسټرۍ دوره بشپړه کړه اووروسته يې بياله همدغه پوهنتونه دبشرپيژندنې په برخه کې خپله دوکتورا واخيسته.
ښاغلی نورستاني دجهادوليکوته هم ورګډشوی اوترډيره يې په جهادکې برخه اخيستي ده. هغه په پاکستان کې دکډوالۍ پرمهال په پېښورکې دڅوکلونو لپاره دامريکا په کونسلګرۍ کې دنده ترسره کړې ده.
ښاغلي نورستاني په تېرو ۳۰ کلونو کې دافغانستان په سياست کې ښکېل کس پاتې شوی اودافغانستان په اړه په جوړوشويونړېوالو کنفرانسونو کې يې ګډون کړی دی.احمد یوسف نورستاني متاهل دی(۱۳) اولادونه لری،چي شپږیي لوڼې اواوه زامن دي.