کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان د سولې ملي جرګې خبرتيا

د افغانستان د سولې ملي جرګې خبرتيا


ډېرو درنو هېوادوالو ! تاسو خبر ياست ، چې راتلونکې جمعه د فرانسې په پلازمينه پاريس کې د افغانستان د امنيت او سياسي ـ اقتصادي ودې په  اړه مهمې پرېکړې کيږي .


د افغانستان د سولې ملي جرګې  د ( د پاريس له غونډې څخه د افغان ولس غوښتنې ) تر سرليک  د کابل په غازي لوبغالي کې يوه لويه غونډه رابللې ده . موږ له تاسو درنو هېوادوالو څخه په ډېر درنښت هيله کوو ، چې په دغه لويه غونډه کې ګډون وکړیء  او له موږ سره په ګډه د افغان ولس  د غږ په اوچتولواو نړيوالې ټولنې ته د هغې په رسولو کې برخه واخلیء .



په درنښت


د افغانستان د سولې ملي جرګه 



وخت : جمعه ، دغبرګولي ۱۷، د سهار ۸:۰۰ بجې


ځای : غازي لوبغالی ،کابل
لطفاً ددې خبرتيا انټرنټي ادرس خپلو ملګرو ته د برېښناليک له لاري واستوﺉ  www.larawbar.com/news.php?id=3752