دفاع وزارت دطالبانو لخوا په کامدېش کي دالوتکي ويشتلو ادعا رد کړه
وسله والو طالبانو نن د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره خبر ورکړ چي د نورستان په کامدېش ولسوالي کي ددولتي ځواکونو سره د جګړې په ترڅ کي يې تیره ورځ شاوخوا ۱۲ بجې دکامديش ولسوالۍ ته په لاره د افغان ځواکونو هغه څرخکه ويشتلې ده د زخميانو د لېږدولو په موخه راستنه سوې وه.
بله خوا دافغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر اعظمي د لراوبر سره په ټيلفوني اړيکه کي د طالبانو دا ادعا رد کړه او ويې وويل چي نه ددوی ځواکونو په کامدېش کي جګړه کړې او نه يې الوتکه ويشتل سوې ده.