کور / تازه خبرونه / ملامحمدعمر: د بشري مرستو سازمانونه فعاليتونو ته دوام ورکولاى سي

ملامحمدعمر: د بشري مرستو سازمانونه فعاليتونو ته دوام ورکولاى سي

د طالبانو مشر ملامحمدعمر د کوچني اختر په مناسبت پيغام خپور کړى، چي افغانانو ته پر مبارکي سربېره يې ويلي چي د افغانستان موضوع يوازي د يوه اسلامي، عادلانه، خپلواک او افغان شموله نظام په راتګ حلېداى سي.

ملامحمدعمر په خپل پيغام کي د تل په څېر ادعا کړې چي بهرنيان ماتي ته نيژدې او د تېښتي په حال کي دي. نوموړي ويلي چاته به اجازه ورنکړي چي د هيواد د تجزيې پلان عملي او افغانستان د سمتونو او يا قومونو پر اساس ووېشي.

د ملامحمدعمر په پيغام کي د پروسږکال خلاف چي بهرنيان يې په افغانستان کي د بيارغوني د بنيادي پروژو په عملي کولو کي په پاته راتلو تورن کړي وو، په اوسني پيغام کي ويلي چي بايد د بهرنيو مرستو پر ځاى افغانان پر خپلو مټو تکيه وکړي او ځوانان بايد په عصري علومو ځانونه سمبال کړي.

ملامحمدعمر په خپل پيغام کي د واک انحصار غندلى او وايي پر يوه افغان شموله حکومت باندي باور لري. همدا راز زياتوي چي په بهرنۍ پاليسي کي به هم چاته تاوان ونه رسوي او نه به له خپلي خاوري بل څوک پرېږدي چي چاته ضرر ورسوي.

په پيغام کي د قطر دفتر هم اشاره سوې ده چي وايي د افغانستان د اشغال د پاى ته رسېدو په خاطر خلاص سوى دئ، خو د ده په وينا يرغلګر او د هغوى ملګري (بهرنيان او افغان حکومت) د ستونزو د ختمولو پر ځاى به مختلفو پلمو خنډونه جوړوي.

په پيغام کي ويل سوي چي د مهاجرينو، غريبانو سره مرستي او د روغتيا په برخه کي د بشري مرستو هر سازمان چي استخباراتي اهداف ونلري د دوى په تر لاس لاندي سيمو کي د طالبانو د کمېسيونونو په اجازه فعاليت کولاى سي.