کور / تازه خبرونه / دغزني په بریدکي سناتوره میرمن روح ګل زخمي شوه

دغزني په بریدکي سناتوره میرمن روح ګل زخمي شوه

غزني:دغزني ځایي چارواکي وایي،چې په مشرانوجرګه کې فراه دخلکواستازې،میرمن روح ګل«خیرزاد»اوخاوندیې دوسله والو مخالفینوپه یوه بریدکې ټپیان شوې دي.دوی وایي چې په دغه بریدکې دمیرمن روح ګل لوراوموټرچلونکی وژل شوې دي.
دغزني مرستیال والي، محمد علي احمدي وایي، دغه پیښه نن له غرمې وړاندې شاوخوا یولس بجې هغه مهال وشوه، کله چې میرمن روح ګل له غزني څخه دفراه ولایت ته روانه وه،خودغزني دمقراوګیلان ولسوالیوپه منځ کې دوسله والوکسانولخواه پرې وسله وال بریدوشو.دغزني دچارواکوپه وینامیرمن روح ګل اوخاوندیې وروسته په غزني کي دبهرنیوځواکونو روغتون ته لیږدول شوي اودمګړي تردرملني لاندي دي.
دغزني ولایت څخه یو بل خبر وایې،چي نن مازدیګردغزني دښارپه حلقوي څلورلاري کي یوه درنه چاودنه رامنځ ته شوله. دغزنی دمرستیال والي محمدعلي احمدي په ویناپه دغه چاودنه کي دپولیسو اوماشامانوپه ګډون (۱۳)تنه ټپیا ن شوي دي.
ددواړوپیښوپړه اومسؤلیت تراوسه پوري کومې وسله والي ډلي پرغاړه نه دی اخیستې.