کور / تازه خبرونه / پکتيا:په سروزي ولسوالۍ کي چاودنه او جګړه وشوه

پکتيا:په سروزي ولسوالۍ کي چاودنه او جګړه وشوه

نن ماسپښين د پکتيا ولايت په سروزي ولسوالي کي په ايتيلافي ځواکونو درنه بمي چاودنه شوي او وروسته له چاودني څخه بريد پري شوي له بريد وروسته په سيمه کي ايتيلافي ځواکونو د چورلکو پواسطه بمبار کړي ايتيلافي ځواکونو وياند دا مني چي ددوی پر يوه پوځي موټر لومړی بمي چاودنه او بيا وسله وال بريد سوی دی خو د مرګ ژوبلي په اړه بېخبري ښيي ، نوموړی وايي چي تر پېښي سمدستي وروسته ددوی پوځي الوتکو په سيمه کي د طالبانو پر مرکز بمونه غورځولي او هغوی يې له منځه وړي دي  خو ذبيح الله مجاهد چي ځان د طالبانو وياند معرفي کوي وايي چي د ائيتلافي ځواکونو څلور پوځي موټرونه يې ويجاړ کړي او تر لسو زيات کسان يې وژلي دي ، طالبان وايي چي دوی ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .