کور / شعر / وړوکی يار د زړګي ولې نړوينه

وړوکی يار د زړګي ولې نړوينه

د اسد دانش صيب ځواني مرګ زوی حسيب الله په مرګ کې!
يو سړی په سرو سرو ژاړي
له دوو تکو تورو غرو نه يې بهيږي
څو د اوښکو سپين رودونه
پريشان دی د هجران لمبو اخيستی
په زړګي کې يې ټوکيږي د بچي د ياد ګلونه
خپل خپلوان يې کوي وير په اضطراب دي
ربه ج دا دې چې اخته په کوم عذاب دي
ډيره سخته ده چې زوی د چا مړکيږي
د خپل پلار له غېږې شليږي فنا کيږي
مرګ خو حق دی دا منمه
موږ به هم ځو
قافله د ژوند روانه ده تېريږي
باور وکړئ وه يارانو باور وکړئ
د ځوانۍ مرګ بلا سخت وي
په ګلاب د چا زړه نه شي چې رژيږي
يو سړی په سرو سرو ژاړي
له دوو تکو تورو غرو نه يې بهيږي
څو د اوښکو سپين رودونه
دا سړی داسې سړی دی
چې د هر زړګي درمان دی
ټول ياران يې لالا بولي
خو نامه يې اسد جان دی
خدای ج دې نه کړي چې يو څوک دې بې اثرې شي
دې حالت سره چې مخ شم دا ټپه زما تر خولې شي
وړوکی يار د چا مړ مه شه
وړوکی يار د زړګي ولې نړوينه