کور / تازه خبرونه / نورزیه اتمرغواړي غربي هیوادونوته کډواله شي

نورزیه اتمرغواړي غربي هیوادونوته کډواله شي

دافغانستان دپارلمان پخواني غړي نورزیه داتمرچي دکورنیوستونځوله امله ددولت دامن په کورکي ژوندکوي غواړي کوم غربي هیوادته مهاجره شي.
دسنډي تیلګراف ورځپانه په افغانستان کي دښځودستونځوپه اړه یوه مقاله خپره کړی اوپه دغه مقاله کي دښځوپرروانوستونځوباندي کتنه اوڅيړنه شویده.په مقاله کي دولسي جرګي دتیري دوري غړي نورزیه اتمرپه هکله هم ویل شوي چي اغلي اتمرغواړي په کوم غربي هیوادکي کډواله شي.
نورزیه وایي،له دووکلونو راهیسې په امن خونه کې اوسیږي خودکورنۍ لیرې والی یې ډیره ځوروي.اغلې اتمروایي، دامن خونې ته وروسته له هغې راغله چې، میړه یې له حده زیات تاوتریخوالي ورسره کاوه.
داوایي، میړه یې دومره وهله ټکوله چې دمرګ ترحده یې ورسوله.
له ډیرتاوتریخوالي اووهلو ټکولو وروسته ما دا تصمیم ونیو چې؛ زه له دې سړي سره ګزاره نه شم کولای، تریوه حده مې دافغاني اومسلماني ښځي په صفت تحمل وکړ، کله چې هغه شراب خوړل په ځان نه پوهیده، زه ېې له مختلفو تهدیدونو سره مخامخ کولم، مختلفو زخمونو سره، له چاقونه یې استفاده کوله، له بوکس اولغتو، په دیوال به یې ویشتلم، سربه مې له دیوال سره جنګوه، به ستوني به مې کېناسته.نوموړې وایي، شپږمیاشتې پرله پسې یې دمیړه وهل ټکول وزغمل، بلاخره له کوره تیښتې ته اړه شوم اودده څخه مي طلاق واخیست.
نورزیه وایي، له خپل خاوند سره یې یوازې شپږمیاشتې ژوندوکړاودادی له دووکلونورا په دې خوا دامن په کورکې ژوند تیروي.
دډيلي تیلیګراف په مقاله راغلي،چي نورزیه هغه ښځه ده چي دطالبانوپه وخت کي یې دښځو دحقوقو څخه ملاتړکړي دي او اوس یې ژوند له خطرسره مخامخ دي.اغلي اتمرله غربي هیوادوڅخه غوښتي چي دمهاجرت غوښتنه یې قبوله کړي.
دهغي په انددافغانستان دسیاسي حالت نه داسي مالومیږي چي له( ۲۰۱۴)کال وروسته به دافغاني ښځوحقوق پایماله شي.دمقالي لیکوال دافغانستان دښځو په هکله وایې،چي دلته دښځو حقوق په مرکز اوولایاتوکي پایماله کيږي ،دښځوپزي، غوږونه ، پښي اولاسونه قطع کیږي اوښځي په مرموزډول سره وژل کیږي .
دمقالي لیکوال دنورزیه اتمرله خولي لیکي،چي دلته دښځوپه هکله ډیرکم پرمختګ شوي دي اودبهرنیانوله وتلو وروسته به دښځوحقوق دجدي ګواښ اوخطرسره مخامخ شي.