کور / تازه خبرونه / داففانستان لوي څارنوال له دندي څخه ګوښه شو

داففانستان لوي څارنوال له دندي څخه ګوښه شو

درسنیودخبرله مخي دافغانستان جمهوررئیس حامدکرزی دافغانستان لوی څارنوال ښاغلي محمداسحق «الکو» هغه وخت له دندي څخه ګوښه کړی چي دطالبانوسره یې په دوبۍ کي دسولي اوروغي جوړي په اړه پټي خبري کړي وي.
دخبرسرچینه خبرورکوی ،چې ولسمشرکرزي دافغانستان لوی څارنوال محمداسحق «الکو »په دوبۍ کې له طالبانوسره دسولي دعالي شوراداجازې نه پرته دخبروپه تورله کاره لیرې کړی دی.
لوي څارنوال محمداسحق «الکو»(۲۰۰۸)دشپږوکلنو راهیسي پردغه دنده باندي کارکاوی.دخبر سرچینه زیاتوي،چي تراوسه حامدکرزی دهغه دګوښه کیدوحکم لا نه دي صادرکړی.
دیادولووړده چي،دافغانستان حکومت اوطالبانوترمنځ په قطرکي دخبرواتروټو لي هڅي ناکامي شوي.
په دي ورستیو ورځو کي دا سي خبرونه خپریږي،چي ګواکي طالبان اوافغان دولت غواړي په ترکیه، دوبۍ اوسعودي عربستان کي دسولي خبرواتروته ادامه ورکړي. دترکیه دولت لاوخته خپل چمتووالي ښکاره کړی،چي دافغانستان، پاکستان اوطالبانو داستازوسره دسولي اوروغي جوړي دخبرولپاره دکوربه هیوادپه توګه هرډول مرستي ته تیاردي.
په دوبۍ کې له طالبانو سره دپټوخبرورپوټونه دوې اونۍ مخکې خپاره شول، خودا خبره نه وه په ډاګه شوې چې دافغانستان ددولت په استازیتوب دطالبانو سره چا خبرې کړې دي.خوځیني راپورونه بیاوایې،چې په دوبۍ کي دطالبانوداستازوسره دلوی څارنوال سره یوځای دحامدکرزي ورورقیوم کرزي هم ګډون کړی وو .
بل لوري د(بي بي سي )راډیو فارسی څانګه دښاغلي الکوله خولي وایې،چي دهغه دګوښه کیدوآوازي ریښتیا نه دي.دبي بي سي خبریال ته هغه ویلي،چي دئ برحاله لوي څارنوال دی اوپه دوبۍ کۍ یې له هیچاه سره خبری نه دي ترسره کړي.
دخبرسرچینه: بي بي سي ، پژواک،طلوع نیوز،خامه پرس اونور