کور / شعر / دبابا دیرشم تلین

دبابا دیرشم تلین

محمديوسف خدمتګار مزدورزوی Khedmatgar mazdorzoi

نن يي کلیزه لمانځل کیږي دادیرشم تلین دئ

دلوي افغان په ویشل شوي کور دغم تلین دئ

نن دهغه پا چا په یاد کې شاعران راټول دي

چې تشدد ټوپک يي نه غوښته دځغم تلین دئ

نن شیشمباغ کې توتیان جمع دي یو خړ قبر ته

دچا چې مرګ هم دیووالي د قدم تلین دئ

دچارسدې تورسرې ژاړي دکابل شهید ته

سوات کندهار کې دځانمرګو دستم تلین دئ

ټول وايي څه شو هغه لوي بابا چې تل يي ویل

دلته ختیځ لودیځ نښتي په دې چم تلین دئ

ځیني کاڼه لا بیا تر اوسه قانع شوي نه دي

پردۍ جګړه کې مونږه وژني دماتم تلین دئ

که په عمل کې لا ر ښوونې دبابا تطبیق کړو

زه خدمتګار به کړم قبول چې په نیت سم تلین دئ