کور / خبرتیا او پيغامونه / د عبدالرحيم هاتف پر مړينه ددوستۍ فرهنګي ټولني پيغام

د عبدالرحيم هاتف پر مړينه ددوستۍ فرهنګي ټولني پيغام

دافغان ولس دکاله پرغولي يو ځل بيا دغم اوماتم ټغر وغوړېد!

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دمشرتابه دخواخوږ ی او ډاډ گېرنې پيغام !

په ډيره خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړچي زموږ دهيواديو منلی سپين ږيری اودټولوسياسي ناخوالوپه گرداب کې راټوکېدلی سياستوال ،عالم او ادبی شخصيت ،په هيواد کي درښتيانۍ سولي اوثبات مينه وال ښاغلی عبدالرحیم هاتف دهالنډپه هيواد کي دابدلپاره دخپلې کورنۍ او هيوادوالونه والونه دجلاوطنۍ په سختو شرايطوکې دابدی ژوند په لور رخصت واخيست . قالوانا لله و انا الیه راجعون

مرحوم عبدالرحیم هاتف صاحب ديوه پېژندل سوي سياسي اوعلمی شخصيت په توگه دډيري مودې راپدي خواپه هالنډکښي دمهاجرت شپې او ورځې تېرولې .دافغان ولس لويه بدمرغی داوه چې ددې علمی شخصيت دسياسي او علمی پوهی اوداتو لسيزوله پياوړتجريبونه زموږ دهيوادپدې ددې دولسيزوله راپېښو ناخوالونه دنجات موندلوپه موخه استفاده ونسول .دلته په هالنډ کښي ديوه مهاجرپه توگه اوسېده ،ددولتي قدرت پر آس سپرو داستر شخصيت هير وو!!!

دهالنډهيواد چارواکي وايي ،موږ دافغان ولس سره دورپېښي ناخوالي په هکله مرسته کوو،خومتاسفانه هيڅ کله ئي ددې سياستوال اودبې ساري تجربولرونکی شخصيت نه چي هلته اوسېده اوزموږ دډير و وياړلواومنلو سپين ږيرو شخصيتونونه له جملې نه وو، نه پوهېږو دکومو ملحوظاتوله مخې دوي دافغانستان دسياسی مسائيلو په هکله له هغه بونه استفاده ونکړه داسي یې څرگندوله لکه چې دټولو هير اويادهغه په شتون خبر نه وي .

په بهرکي موږ اوسېدونکو افغانانو لپاره دجدی سوال خبره ده چې ولې بې پرې کسانوته دافغانستان په برخليک ټاکلوکي ونډه نه ورکول کيږي؟ له همدې بهرنيو هيوادونه دهغوکسانونومونه پرخوله دي چې زموږ دولس درنځوپه دواکولوکي کوم رول نشی لرلاي .

موږ پردې ايمان لرو چې که دهاتف صاحب غوندي شخصيت له پوهی ،علمي اوسياسي دلوي بحر په څير تجربونه استفاده سوې واي ترډيره بريده به یې دسولي اوثبات راوستو سره مرسته کړې واي ،خو سل ځله افسوس چې دا کار چاونکړ !

موږ دلته په بهرکي اوسېدونکو افغانانو چي دافغانستان په اړوند فکر کوو ،له دې منلی علمی اوسياسی شخصيت سره تل مدام نظر شريکاوه او دهغه له نظريات اولارښودنې مو اورېدلې،هغه ديوه مشر په توگه ډير باعزته اومېلمه پال شخصيت وو،هيڅوخت له مشورې ورکولونه ستړۍ کېده .

ارواښاد هاتف صاحب زموږ دهيواد ديوه ستر عالم ،ليکوال ،ژباړونکی اومنلی سياستوال په توگه دخپل وياړلي ژوند زياته برخه زموږ زورېدلو هيوادوالودروښانه راتلونکی په موخه ملي خدمت اوچوپړته وقف کړه . هاتف صاحب دیوه رښتینی افغان په توګه دخپل ژوند تر وروستۍ سلگۍ دخپلو خلکو، ولس اوګران افغانستان دښېرازۍ اوبسيا ينې په فکر کښی وو.

هاتف صاحب دګران افغانستان دتاریخ په ډیرو حساسو شېبو کی دافغانی هویت بیرغ رپانده وساته ،دوخت غدارانو اودزبرڅواکو نوکرانوته تسليم نسو،څکه خو افغانان دده په نانوم اوملي شهامت وياړي اودادی اوس یې پر مرگ دغم اوملي ماتم اوښکي تويوي .

په حقه سره ويلاي سوچې ارواښاد هاتف صاحب ،ډیر لوي ،سپیڅلی او با ایمانه، پر خبره ولاړ،د حق اوعدالت طرفدار، په هیواد،سولي اوملي ثبات مین ، متدین، مهربان اوپه خپل ژوند اوسیاست کې د زهد اوتقوا څښتن انسان و . متاسفانه دا ځانګړتیا زموږ دهيواد په سیاستوالو کې ډیره لږ لیدل کیږي،همدا دليل دی چې زموږ په هیواد کې دا څو کلنه ملي غمیزه او تراژ یدي پای نه مومي او ورځ تر بلي لا نوره هم پسي ژوریږي او هیوادوال مو لا نور هم کړیږي .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره پداسي حال کښي چي پدې ستر راپېښ سوی غم کي دارواښادعبدالرحيم هاتف صاحب دغمځپلې کورنۍ،دوستانو،علاقمندانواوټولوافغان روڼ اندوپه ځانگړې توگه هغوسره چې ځانونه هيواد اوهيوادوالوته د ملي چوپړ په هکله په رښتيا نۍ بڼه ژمن بولي،ځانونه شريک بولو .دمرحوم ناببره مړېنه نه يوازي ددې مرحوم درنې کورنۍ بلکې دټول هيواد لپاره يوه لويه اونه جبيره کېدونکې تشه او ضايع گڼو. د لوی خدای ( ج ) له دربار نه د مرحوم هاتف صاحب روح ته فردوس جنت او کورنۍ پاتي کسانوته دجمیل صبر غوښتنه کوو.

روح دې ښاد اويادې ابدي وي .الحکم الله

دټولنې دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې په استازيتوب
حبيب الله غمخور
سويډن – دمالمو ښار
د۲۰۱۳ ز کال داگست ۲۱