زابل چارواکی: طالبان هره ورځ په غزني کی دولتي مامورین وژني
جاويد احمد تنوير
دزابل محلي چارواکی دکابل کندهار لوی لاري اندیښمن کړي دی ، دوی وایی پردغه لویه لاره دغزني په سیمه کی هره ورځ وسله وال طالبان دولتي مامورین دموټرو څخه کښته کوی او ورسته یی وژني ، دوي زیاتوی چی دغزني اکثره سیمي دوسله والو طالبانو مرکزونه ګرځیدلي دی او هره ورځ پری ولاړ وی او دولتي کسان وژنی ، دزابل مرستیال والي او دولایتي شورا یوشمیر غړي وایی پدی ورستیو کی دغه لاره ترټولو ترینګلي شوی ده او دوی پر تګ راتګ نشی کولای ، یاد چارواکی دغزني ولایت دچارواکو څخه غوښتنه کوي ترڅو دلاري په اوږدو کي دامنیت په برخه کي پاملرنه وي ،
پدی اړه مو دغزني دوالي ښاغلي موسي اکبرزاده سره په اړیکه کی یاده موضوع شریکه کړه خو نوموړي ځان دمصروفیت له امله ځواب ته حاصیر نه کړ ، په روانه میاشت کی دکابل کندهار پر لویه لاره دغزني په سیمه کی لسګونه دولتي کسان دموټروڅخه دطالبانو لخوا تر کښته کیدو ورسته ووژل شول چی په وژل شوی کسانو کی دزابل داستیناف څارندوالي ښاري رئیس اویوشمیر نور دولتي سرتیري شامل دی او په نیول شویو کسانو کی چی لا تراوسه هم دطالبانو سره دي په ولسی جرګه کی دکندهار ولایت دخلکو استازي فریبا احمدي کاکړ شامله ده ، سیمیز چارواکی وایی که دغزني ولایتي اداره ددغه موضوع په اړه جدی اقدام ونه کړي نو کیدای شی طالبانو ته ددولتی سرتیرو دوژلو یوه لویه زمینه برابره شی ،