کور / تازه خبرونه / افغان کریکټ ملي لوبډلي د هند د کرکيټ ټیم ته ماته ورکړه

افغان کریکټ ملي لوبډلي د هند د کرکيټ ټیم ته ماته ورکړه

سینګاپور:په سینګاپورکي دآسیایئ لوبوپه درشل کي دافغانستان دکریکټ ملي لوبډلې نن دهنددکرکيټ ددرویشت کلنوټیټ عمره لوبډلې سره يوه په زړه پورې لوبه وکړه او دهنددکرکيټ ټیم ته یې تاریخي ماتې ورکړه.
لوبه ډېره په زړه پورې اودنندارې وړوه.افغان لوبډلې داووویکټوپه له لاسه ورکولوسره په ټاکل شویو پنځوسواورونو کې ۱۸۴منډې جوړې کړې اوهندي لوبډلې ته یې ۱۸۵منډو هدف کېښود.
هندي لوبډلې په ټاکل شویوپنځوسو اورونوکې ۱۵۶ منډې جوړې کړې اوافغان لوبډلې لوبه د ۲۸منډوپه توپیرسره وګټله.”
دغه سیالۍ چې دایمرجنګ یارادبره کېدونکو لوبډلوکپ په نوم یادیږي ،په سینګاپورکې روانې دي.افغان لوبډله په الف ګروپ کې ده،چې تراوسه یې دوي لوبې ګټلي اویوه یې بایللې ده.
موږټول افغانان دافغان کرکيټ ملي لوبډلو ته مبارکي وایواوددوی دنوروبریاووپه هیله .