کور / تازه خبرونه / دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر له کابله لیدنه وکړه.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر له کابله لیدنه وکړه.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن کابل ته را ورسید او دافغانستان د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره یې ولیدل، هغې له لومړی دافغانستان دباندینیو چارو له وزیر رنګین سپنتا سره ولیدل وروسته دواړو وزیرانو په یوه ګډ خبري کنفرانس کې برخه واخیسته. دپاکستان دباندینیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو خبرو کې وویل چې دوی به هیڅکله له ترورستانو سره سوله ونه کړي هغه وویل حکومت یې په قبایلي سیمو کې له طالبانو سره دسولې تړونونه لاسلیک کړي کومو چې غوښتل سولیز ژوند ته ورستانه شي هغه وویل وبه ګوري که چیری دی تجربې سم کار ونه کړ نو بیا به له وسلوال زوره کار واخلي قریشي پدی اړه چې حکومت یې د مشرف د اداری هغه کړنلاری تعقیبوي چې د افغانستان په اړه یې لرلې په پوله د اغزن تارونو لګول د جنرال مشرف د اداری کار وو هغه وویل دوی دا یوازی د طرحې په توګه اعلانه کړی دپاکستان نوی تازه حکومت هر هغه کار کوي چې دافغانستان له حکومت سره پری سلا مشوره شوي وي هغه همدا ډول وویل چې پاکستان څو نوری طرحې هم لري چې په راتلونکې کې به وړاندي له هغو څخه یوه یې بایومیټریک مډرنه اله په پوله ولګول شي له دی الې به ددی لپاره کار اخیستل کیږي تر څو معلومه شي وسلوال له پولې څنګه اوړي او را اوړي. هغه د حزب اسلامي د مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار سره دافغانستان د احتمالي سولې خبرو په اړه وویل چې دوی په کې هیڅ راز مداخله نه کوي او دا کار یوازی د افغانستان د حکومت دی.