كنفوسيوس Confucius ۵۵۱ – ۴۷۹ ق م

د لراوبر اداره | اگست 28th, 2013


 

كنفوسيوس په (شانتونګ) چي د چين دلو (LU) په سيمه کښي واقع دﺉ په يوې بې وزلي كورنۍ کښي وزېږېد،وروسته چي لوى سو، مدرسې ته داخل سو. د ده ذهن دده شخصيت ښه برېښاوه. كنفوسيوس درې کلن ؤ چي پلار کانګ هي (Kong He) ئې مړ سو اوخپلي مور(Yan Zhengzai) ته ورپاته سو. دى په هماغه کوچینوالي کښي مکتب پرېښوولو او کار کولو ته مجبور سو. ویل کیږي چي دی د څه وخت له پاره شپون، ورپسې تحويلدارؤ اوبیادمځكو دساتلو له پاره مؤظف سو،خو ددغسي كارونو سره دده طبیعت جوړ نه ؤ.كنفوسيوس وايي: “په پنځلس كلنۍ کښي مي عزم وكړ چي علم زده كړم او خپل وخت د علم د تحقيق په لاره کښي وقف كړم.” دا کار ئې هم وکړﺉ چي اوس خپل نظریات لري او دده نظریات او افکار دکنفوسیوزم په نامه یادیږي چي وروسته ئې دکنفوسیوزم په نوم مکتب هم تاسیس کړ.

دكنفوسيوس چي به هر كار ته مخ سو، په ډېر جديت به ئې هغه اجراکوﺉ، او د پيسو ټولو په فكر کښي نه ؤ. كله چي نونس کلن سو، د(Qiguan) سره ئې واده ئې وكړ. یو کال وروسته ئې زوی پیداسو او نوم ئې (Kong Li) ورباندي کښېښود. کله چي دوه ويشت کلنۍ ته ورسېدﺉ، ښوونكى سو، خودغه خوشحالي ئې ډېر ژر په غم بدله سوه ځکه چي دی ۲۳ کلن ؤ چي مور ئې مړه سوه.

دده مکتب د ادب اواخلاقو د ښودلو ځاى ؤ، کوچنیان به ئې دمشرانو احترام ته هڅول. كنفوسيوس خپل ژوند په تبليغ کښي تېر كړ او خلكو ئې هم ډېر احترام کاوه. دده دډېرو مهمو اُصولو څخه یو اصل دادﺉ چي: “هغه کار چي دځان په ګټه نه ګنئ دبل په ګټه ئې هم مه بولئ” “Do not do to others what you do not want done to yourself”

كنفوسيوس د ديني لارښود د انقلاب د فلسفې طرفدار دﺉ اووايي: “دانقلاب حق الٰهي منشاء لري”

 كنفوسيوس د ډېرو کلنو تبليغ څخه وروسته، يو سهار پورته سو،په دواړو لاسو ئې ملا تكيه كړه، لكړه ئې ولګول،د كور د دروازې خواته  رهي ؤ او د ځان سره ئې داسي زمزمه وكړه:

” لوى غرونه بايد واړه سي”
“زوروري وړانګي بايد ماتي سي”
“پوه سړي لكه نيالګي بايد مړاوي سي او ومري”

دغه پورتني كلمات ئې وویل او بيا پر خپل بستر- چي عمر ئې ۷۱ یا ۷۲ ته رسېدلي ؤ، مړ سو او دکنفوسیوس په هدیره کښي ښخ سو.

د كنفوسيوس اقتصادي عقايد:كنفوسيوس علاوه پر اخلاقي، اجتماعي، سیاسي اوفلسفي نظرياتو، اقتصادي نظريات هم لري چي د قیمتونو د كنټرول، د ماليې د مساواتو، تعليم او د ګمركي محصولاتو لږوالى همداسي د بې وزلو او كمواكو له پاره د دولت له خوا مرستي پكښي شاملي دي.

د بې وزلو په حق کښي د دولت وظيفه: دى د دولت څخه غواړي چي د بې وزلو او كمواكو له پاره د ژوند او ارامۍ وسايل وربرابركړي. د كنفوسيوس  دغه نظريې وروسته د تقاعد، بيمې،دارالمساكين او نوري د مرستو مؤسسې رامنځ ته کړې.ډېري پېړۍ تيري سوې چي دولتونو د بې وزلو سره مرسته نه كول، خو وروسته دې موضوع اجتماعي بڼه غوره او خپل پخوانى فردي يا خصوصي شكل ئې پرېښود ځكه چي پخوا به دكمواكو او بې وزلو لاس نيوى يو فردي شى ؤ، په اجتماعي مؤسساتو ئې اړه نه درلوده.

د ماليې تعميم او مساوات:ویل کیږي چي د ماليې د تعميم او مساواتو نظريه لمړى وار د كنفوسيوس له خوا وضع سوه چي د شتمنۍ پر اساس د ماليې تاديه د اوسني دولتونود ماليې يو لوى ركن دﺉ. ادم سمیت د كنفوسيوس پر دغه نظريه په اتلسمه پېړۍ کښي يعني تقريباً دوه زره درې سوه كاله وروسته غورکړی دﺉ.

د ګمرك د محصولاتو لږوالى: ددې له پاره چي تجارت محدود نه وي او ډېر مالونه صادر او وارد سي، كنفوسيوس د ګمركي محصولاتو لږوالى پشنهاد کړ چي په وروسته دورو کښي اقتصاپوهانودغه نظريه د اهميت څخه ډكه بلله او د ګمركاتو د محصولاتو ډېروالى ئې د تجارت محدوديت وباله. تجارتي محدوديت او غير محدوديت دلبيراليزم (د آزادۍ د فلسفې اصالت) له خوا هم وڅېړل سو چي بالااخره څو اقتصادي مكتبونه جوړ سول. ځینو کپیټلیسټي هيوادو دا منلې ده چي ګمركي محصولات لږ كړي.

د قيمتونو كنټرول:كنفوسيوس په هغه وخت کښي چي د قیمتونو د كنټرول پشنهاد كړى ؤ،مطلب ئې د تعادل څخه ؤ ځكه كه قيمتونه لوړ تللي واى، طبعاً د خلكو د اجناسو او خدماتو درانيولو قوه لږېدله، چي په دې اساس سره د خلكو د زحمت او بې اعتبارۍ سبب كېدئ، حتی اوسني ازاد اقتصاد پوهان هم پوهېدلي دي چي د قیمتونو ډېروالى د خلكو په تاوان تماميږي. له بلي خوا كه قيمتونه ډېر كښته سي،دتوليداتو له پاره دخلكو تشويق او دلچسپي لږيږي چي دغه موضوع هم په خپل ذات کښي بې كاري او لټي راولي چي د خلكو د زيان او ضرر سبب كيږي او له بلي خوا د ټولني نظام خرابيږي.دكنفوسيوس دبېكارۍ اولټۍ څخه ډېر بد راځي. دی وايي چي هرڅوك خپله وظيفه بايد بشپړه اجرا كړي چي ټول كارونه اجرا سي. د قیمتونو دنه كنټرول په حالت کښي افراط او تفريط پيداكيږي ځكه نو بايد قيمتونه كنټرول سي. دلته وینو چي په دې ډول سره، د لارښود او انحصار سوي اقتصاد خښته ايښودل كيږي.

 ماخذونه:
ایوبي محمد نارد، اقتصادي نظریات، صحاف خپرندویه ټولنه
ویکیپیډیا

Copyright Larawbar 2007-2024