ولسمشر د معلم اکبر خاکریزوال پر وژنه خفه شوی.
رحيم ګل څاروان
دولسمشرۍ ماڼۍ له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر حامد کرزي په کندهار ښار کې نن سهار د ناپيژاندو وسلوالو په ډزو د معلم اکبر خاکریزوال وژنه په کلکه غندلې او دا کار یې دهغو خلکو ګڼلی چې نه غواړي افغانستان ته په سوله کې ژوند وکړي ولسمشر کرزي معلم اکبر خاکریزوال تکړه قومي مشر بللی او د کندهار له چارواکو یې غوښتي چې د پېښې قاتلین په ګوته کړي او سزا ورکړي.