یو بل بهرنی پوځی هم ووژل سو

ډاکټر نثار احمد صمد | اگست 29th, 2013


ناټو او فرانس پریس آژانس راپور ورکوی چی نن یو بل بهرنی عسکر هم د طالبانو په حمله کی ووژل سو او فرانس پریس وایی چی هغه امریکایی پوځی و . دا حمله په ختیځ کی د بهرنیو پر بېس باندی وسوه چی هماغه غزنی دی . فرانس پریس زیاتوی چی پرون هم یو خارجی عسکر او پنځلس داخلي پولیس په فراه ولایت کی د طالبانو د کمین نیولو په حمله کی وژل سوي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024