په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه – ۴

د لراوبر اداره | سپتمبر 29th, 2013


امريکايي ډرون وژني د حقوقپوهانو له نظره
د تامَس جيفرسن د حقوقو د پوهنځی پروفيسره – مرجوري کوهن (Prof. Marjorie Cohn)د« امريکا د ډرون جگړو» په اړه، په يوه مرکه کي داسي وايي:« د نخښه سوو يا نښاني سوو کسانو وژني، سياسي وژني ( پر خپلسر وژني )، پر ملکي خلگو بريدونه او هغوی ته مادي او مانوي( معنوي ) ضرر رسوني ټول په څرگنده د جينيوّا د اړوند کنوانسيون او د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اتمي مادې د دوهم پارگراف د بېلابېلو فقرو له احکامو سره سم، جنگي جنايتونه گڼل کيږي.»۱۳

برتانوی حقوقپوه او د ريپريوّ (Reprieve)د بشري حقوقو د نړيوال سازمان د انگلستان د څانگي مدير، کلايو سټفرډ سميټ (Clive Stafford-Smith)په امريکايي ډرون بريدو کي د ملکي خلگو د مرگ ژوبلي او د دغه راز حملو د استخباراتي اړخ د ناسموالي او کمزورۍ په اړه داسي وايي:« د ډرون په ړندو بريدو کي ځکه و ملکي وگړو ته درنه مرگ ژوبله اوړي، چي په دغه راز حملو کي هر څه د گومان او فرضيې پر بنسټ ولاړ دي؛ مثلاً اول د دې گومان له مخي پر يوه کور بريد کيږي، چي گواکي د تروريستانو د پټېدو ځای دئ. وروسته پر هغو کسانو هم توغندۍ او بمونه اورول کيږي، چي د ژغورني يا مرستي په خاطر د پېښي و ځای ته ورځي. په دغه راز خونړييو جنايتو کي د شخصي، خانداني، قبيله يي، مذهبي او ژبنييو شخړو پر اساس برابر سوي اطلاعات هم ستره ونډه لري.»۱۴

پروفيسر بيل کويگلي (Prof. Bill Quigley)د« ډرون وژني د پينځو دلايلو له مخي غيرقانوني دي» تر عنوان لاندي په خپله عملي مقاله کي کاږي:« امريکايي بې پيلوټه جنگي ماشينو په افغانستان، پاکستان، عراق، يمن او سوماليا کي په زرو خلگ وژلي دي، چي له هغو څخه سوونه ملکي وگړي وه. د دې ړندو او بې رحمو انسان وژنکو ماشينو په قربانيانو کي هغه کسان هم شامل دي، چي د ژغورني يا خواخوږۍ دپاره د پېښو و ځای ته ورغلي وه. که داسي وژنو ته په متحدو ايالاتو کي د جرمي عمل په سترگه کتل کيږي، بيا نو څنگه منطق لرلای سي، چي تر امريکا دباندي قانوني بڼه ولري؟!»۱۵

مايک هيډ« د افغانستان د مرستي کنفرانس و نامالوم خارجي اشغال ته گوته نيسي» تر سرليک لاندي په خپله وروستۍ علمي او تحليلي مقاله کي د امريکايي ډرون وژنو په باب نوي اعداد او ارقام را غونډ کړي دي، چي يادونه يې دلته بې گټي نه ده.دی ليکي:« د اوباما ادارې تر پولي[ ډيورنډ کرښي ] آ خوا په پاکستان کي هم خپل زورزياتی ډېر کړئ دئ. دلته له ۲۰۰۹ع کال را پدېخوا ددې ادارې د ډرون په بريدو کي څه باندي درې زره ( ۳/۰۰۰) کسان وژل سوي دي، چي په هغو کې يوازي څه کم دوه سوه( ۲۰۰) د مخالفو جنگيالييو په نامه پېژندل سوي وه.۱۶

په « فارن افېرز يا دباندنييو چارو» مجله کي د يوې وروستۍ مقالې د اټکل له مخي« په پاکستان کي له هرو اوو( ۷) ډرون بريدو څخه يوازي يو بريد د مخالفو جنگيالييو مشران وژني. البته، وژل سوي مشران هم مهم ښورښي قومندانان نه، بلکي زياتره د کښته درجې هغه جنگيالي دي، چي له ملکي خلگو سره يو ځای وژل کيږي.» د ۲۰۱۱ع کال په نومبر کي د وال سټريټ ژورنال يوې څېړني و ښوول، چي په ډېرو حالاتو کي خو حتا امريکايي پوځ په پاکستان کي د ډرون د قربانيانو هويت هم نه پېژني. د وال سټريټ ژورنال د رپوټ له مخي، ډرون بريدونه دوه ډوله دي: يو هغه بريدونه دي، چي هدف يې د تروريستانو پېژندل سوي مشران دي(Personality strikes). بل هغه بريدونه دي، چي هدف يې ظاهراً د شکمنو جنگيالييو ډلي، خو په واقعيت کي هغه خلگ دي، چي څوک يې حتا نوم او نښان هم نه پېژني(Signature strikes). د ډرون زياتره بريدونه په دغه ډله کي راځي.۱۷

د نيويارک د پوهنتون استادي او د غيرقانوني اعدامو په برخه کي د ملگرو ملتو د خاص راپورتر پخوانۍ مشاوري- پروفيسري سېرا نوکي(Prof. Sarah Knuckey) او د سټنفرډ د حقوقو د پوهنځی د بين المللي بشري حقوقو استاد او د منازعاتو د خلاصون د کلينيک مدير- پروفيسر جېمز کَوَلارو(Prof. James Cavallaro) هم و پښتني قبايلي سيمو ته د څېړني او پلټني د دوو جلا جلا سفرو په ترڅ کي د امريکايي پوځ پر ډرون بريدو سخت احتجاج کړئ دئ. دوی د قبايلي سيمو له بېلابېلو خلگو سره تر مفصلو خبرواترو وروسته، په خپل تحقيقاتي رپوټ کي ليکلي دي، چي د امريکا په ډرون بريدو کي د ښځو او کوچنيانو په گډون بې گونا ملکي خلگ وژل کيږي. بې پيلوټه الوتکي شپه او ورځ د قبايلي سيمو د خلگو پر سرونو گرزي؛ او خلگ نه پوهيږي، چي چيري، څه وخت او د چا پرکور به بريد کيي. د دې کار په نتيجه کي، خلگ په روحي ناروغييو، بېري، ژورخپگان، اندېښنې او ذهني فشارو اخته سوي دي. دا دوه استادان زياتيي:« په دې حملو کي حتا پر هغو گاونډيانو او طبي کارکوونکو هم رحم نه کيږي، چي د احوال اخيستلو يا کومک رسولو په مخسد ځانونه د پېښي و ځای ته رسيي.» دغو پروفيسرانو په خپل رپوټ کي د نيويارک ټايمز ورځپاڼي و هغه بيان ته هم اشاره کړې ده، چي د امريکايي ډرون بريدونه يې د يوې بلي گوانتنامو يا د القاعدې د جلب و جذب د يوې نوي وسيلې په توگه ياد کړي دي. پروفيسر جېمز کَوَلارو وايي:« د سيمي خلگو پخوا امريکا نه پېژندله؛ خو اوس پوهيږي، چي امريکا ياني ډرون، مرگ او وحشت.» د دې تحقيقاتي رپوټ ليکوالو په پای کي د امريکا له خلگو غوښتنه کړې ده، چي د ډرون د استعمال په اړه د امريکا د سياسي او پوځي مشرانو د ادعاوو په ناسموالي ښه سر خلاص کي؛ ځکه ډرون و ملکي خلگو ته مرگ ژوبله اړيي؛ په ټولو خلگو کي تراه او وحشت خپريي؛ او د ژوندانه په بېلابېلو برخو کي ناوړه عواقب را منځ ته کيي.»۱۸

د بوش او اوباما ډرون وژنه به ولي دلته او هلته انساني ناورينونه نه زېږيي، چي سي. آې. اې او پينټاگان د خپلو بې پيلوټه الوتکو د گوزار په سيمه کي و ټولو هغو نارينه وو ته د مخالفو جنگيالييو په سترگه گوري، چي پر عسکري خدمت برابر عمر لري. دوی ته دا خبره مهمه نه ده، چي د ډرون په ړندو او وحشيانه بريدو کي وژل سوي کسان څوک دي؟ څه کاره وه؟ او څه يې کول؟ بلکي مهمه دا ده، چي د توپک اخيستلو او جنگ کولو عمر يې لاره که يا؟ کې ( که يې ) عمر و توپک اخيستلو او جنگېدو ته برابر ؤ، بيا خو په هر حال کي القاعده يا طالب دئ، چي وژنه يې په ټولو کتابو کي روا ده. په دې وروستييو وختو کي خو حتا د « عمر » قيد هم په پام کي نه نيول کيږي؛ ځکه امريکايي قومندانان ادعا کيي، چي وسله وال مخالفين په خپلو بريدو او چاودنو کي له کوچنيانو څخه کار اخلي. دا چي څونه کوچنيان، هغه هم د څه ډول عواملو او انگېزو له مخي د مخالفينو په جنگي عملياتو کي برخه اخلي، د ژور تأمل او تعمق وړ خبره ده؛ خو دا چي امريکايي او ايتلافي پوځونه د څو گوتو په شمار ناقص الاراده کوچنيانو په گونا زموږ و ټولو نازنينو او گلالييو ماشومانو ته د تروريستانو په سترگه گوري؛ او د همدې بُزدلانه توهم پر اساس يې په بمو او گولييو ولي، له انسانيت، ملي او بين المللي حقوقو، اخلاقو او هر بل معقول معيار څخه ډېره ليري خبره ده. د امريکايي مشرانو دا ظالمانه تگلاره سړي ته د جورج بوش هغه فرعوني وينا ور په ياديي، چي د ۲۰۰۱ع کال د سپيتمبر تر يوولسمي وروسته يې کړې وه:« يا به زموږ سره ياست يا له تروريستانو سره! » کله چي د دوست او دوښمن بېلول پر داسي سرټمبگۍ او جاهلانه معيارو تکيه ولري، بيا خو په افغانستان، قبايلي پښتنو او نورو هيوادو کي رواني انسان وژني، جگړې او ورانۍ هم د تعجب او اريانۍ وړ خبري نه دي.

پر دې ټولو بدمرغييو سربېره د پاکستان منافق او پښتون دوښمنه حکومت نه يوازي د امريکايي بې پيلوټه الوتکو له خوا د بې گونا قبايلي پښتنو د بې رحمانه قتل عام مخه نه نيسي، بلکي تر گرده له خپلو امريکايي بادارانو څخه د لازياتو مالي مرستو تر لاسه کولو په خاطر د غيرتمنو او خپلواکۍ مينو قبايلي پښتنو په سيمو کي په دې يا هغه پلمه پوځي عمليات کيي. که د پاکستان له مزدورو واکمنانو سره د خپل هيواد د ملي واکمنۍ غم وای،بيا خو يې له لويه سره بايد د بلوچستان په « شمسي » نومې هوايي اډه کي د امريکايي پوځ د مرگ او وحشت و دې جهنمي ماشينو ته د الوتني اجازه نه ورکولای؛ ځکه ټول جهان ته څرگنده ده، چي دغه هوايي اډه د ۲۰۱۱ع کال د نومبر تر شپږويشتمي نېټې ياني د امريکايي پوځ له خوا په « سلاله » کي د څلېرويشتو پاکستاني پوځيانو د وژني تر ورځي پوري، د امريکايي قواوو په واک کي وه. دا څنگه ممکنه ده، چي پاکستاني پوځيان شپه و ورځ د خپلو اټومي وسلو ډُولونه او نغارې وهي؛ خو له کلونو راهيسي د امريکايي ډرون و وحشيانه حملو ته لاس تر زني ناست دي؟! سربېره پر دې، پاکستاني واکمنانو حتا په سوله ييزه بڼه هم د امريکايي ډرونو د شرمناکو بشري ضد جنايتو پر خلاف څه جدي اقدام نه دئ کړئ. د ملگرو ملتو و امنيت شورا ته د شديد احتجاج وړاندي کول؛ او له چين، روسيې او اوروپايي اتحاديې څخه په دې برخه کي د عملي مرستي غوښتنه، ټول هغه سوله ييزي لاري چاري دي، چي پاکستاني واکدارانو بايد کلونه مخکي له هغو کار اخيستئ وای.د سيمي د سياسي او ستراتيژيکو چارو ټول ماهران په دې روښانه واقعيت ښه پوهېږي، چي په پښتني قبايلي سيمو کي هر راز تروريستي او تخريبي فعاليتونه اصلاً د پاکستاني پوځ او آی. ايس. آی. شيطاني سوغاتونه دي.

ټول جهان گوري، چي د امريکا د ريموټ کنټرول جنگي ماشينو په انسان وژنو او تباهييو کي نه يوازي د افغانستان، پاکستان، يمن، سوماليا او داسي نورو هيوادو د ملي واکمنۍ سخته سرغړونه کيږي، بلکي امريکايي قوانين او د بين المللي بشري حقوقو ټول منل سوي معيارونه او موازين هم په ډېره بې شرمۍ تر پښو لاندي کيږي. که څه هم په اوسنۍ يو قطبي نړۍ کي د ملگرو ملتو اعتبار او پرستيژ ډېر زيانمن سوئ دئ؛ خو سره له هغه هم د دې سازمان د ( ۲۰۱۰ع ) کال د می د مياشتي په رپوټ کي د امريکايي ډرون د استعمال د قانونيت په اړه، بېلابېل شکونه څرگند سوي دي. په دې وروستييو وختو کي د غيرقانوني، فوري او غيرمنطقي وژنو په اړه د ملگرو ملتو خاص راپورتر، کريسټوف هېنس (Christof Heyns)په هغه رپوټ کي، چي د ملگرو ملتو و بشري شورا ته وړاندي سوئ دئ، د اوباما له ادارې څخه غوښتي دي، چي په بين المللي حقوقو کي د ډرون بريدو د توجيه چوکاټ وښيي. ده، همدغه راز يادونه کړې ده، چي ښايي پخوا لا د ډرون په استعمال کي جنگي جرمونه سوي يي.۱۹د ملگرو ملتو د بشر د حقوقو او تروريزم ضد چارو راپورتر- بېن ايمرسن (Ben Emmerson) هم له متحدو ايالتو څخه وغوښتل، چي د ډرون عملياتو د محرميت په اړه د هغه و ځينو پوښتنو ته جواب و وايي. ښاغلي ايمرسن د ډرون پروگرام د غندني په ترڅ کي ويلي دي:« په دغو عمومي او نامشخصو بريدو کي د ښځو او کوچنيانو په گډون زرونه بې گونا خلگ وژل سوي دي.»۲۰ د ملگرو ملتو د بشري حقوقو مشري- نوّي پيلې (Navi Pillay)په دې وروستييو وختو کي د ډرون جنگ د قربانيانو په باب و پاکستان ته د حقيقت موندني تر يوه سفر وروسته و ويل:« په پاکستان کي د امريکا د متحدو ايالاتو د ډرون بريدونه، جدي پوښتني را پورته کيي. دې زياته کړه: ډرون بريدونه د امريکا د متحدو ايالاتو د تروريستي ضد عملياتو مرکزي برخه گرزېدلې ده؛ خو له حقوقي اړخه ستونزي او مشکلات لري.»۲۱

په داسي شرايطو او حالاتو کي ايا د عقل او انصاف خاوندان بيا هم و دغه راز خونړييو پېښو ته، چي له يوولسو کالو راهيسي هره ورځ او هره شېبه د افغانانو په وران او و ينولړلي هيواد کي تکراريږي، د خورو ورو يا غيرمرتبطو پېښو نوم ورکيي؟! ايا په خورو ورو يا غيرمنظمو پېښو کي زرو کسانو ته مرگ ژوبله اوړي؟! ايا د نامالومو دوښمنانو او مخالفينو د نابودۍ په خاطر د بې گونا کوچنيانو، ښځو او زړو وژنه، د مړو او ژوندو بې حرمتي، د خلگو د عقايدو سپکاوی، راز راز شکنجې او نارواوي څه انساني، اخلاقي يا قانوني جواز لرلای سي؟! له بله پلوه دا حقيقت هم هر چا ته روښانه دئ، چي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو ړندې بمبارۍ نه د يوه روحي او دماغي ناروغ کار دئ؛ او نه هم د يوه يا څو امريکايي يا ايتلافي پوځيانو د تېروتني، ناپوهۍ، خښم يا نورو ناڅاپي احساساتو پيدوار. ټول جهان خبر دئ، چي د انسان وژني دا ريموټ کنټرول ماشينونه له پښتني سيمو او نورو استعمارځبلو هيوادو څخه زرونه کيلومتره ليري د سي. آی. اې. او پينټاگان د لوړو چارواکو تر مستقيمي څارني لاندي د امريکا په نيوادا کي د هغو د سوق او ادارې له مرکز څخه رهبري کيږي. ايا د مظلومو افغانانو، پښتني قبايلو، يمن، سوماليا او داسي نورو هيوادو د بې گونا اولسو په وحشيانه وژنه کي د امريکا د لوړو سياسي، نظامي او استخباراتي مقاماتو سلا مشورې، توافق او ملگرتيا و دې روښانه او انکار نه کېدونکي واقعيت ته گوته نه نيسي، چي دغه راز بشري ضد او جنگي جنايتونه په هر ځای او هر وخت کي د امريکا د دولت د رسمي پاليسۍ او دقيقاً سنجول سوي عملياتي پلان يوه برخه ده ؟! که دا دلايل کافي نه يي را سئ تر يوه بېل سرليک لاندي د هيواد له تېرو يوولس کلنو پېښو څخه د ژوندييو مثالو په وړاندي کولو سره پر دې مسأله نور هم سوچ او غَوَر وکو، چي په افغانستان کي د امريکايي او ايتلافي لښکرو بشري ضد او جنگي جنايتونه ريشتيا هم د دغو دولتو يا مربوطو سازمانو د رسمي پاليسۍ، ضمني اجازې يا اغماض له مخي سوي او کيږي که هسي خپلسري او خواره واره جرمونه دي، چي د بشري ضد او جنگي جنايتو په ډله کي نه شمېرل کيږي؟!
ــــــــــــــــــــــــــــ
لمنليکونه

13 Prof. Marjorie Cohn, Thomas Jefferson School of Law, “U.S. Drone Wars”, Information Clearing House, Video posted July 12, 2012: http://www.informationclearinghouse.info/article31834.htm

14 Clive Stafford-Smith, “U.S. Drone Wars”, Information Clearing House, Video posted July 12, 2012: http://www.informationclearinghouse.info/article31834.htm

15 Prof. Bill Quigley, “Five Reasons Drone Assassinations are Illegal”, CounterPunch.org, May 15, 2012: http://www.counterpunch.org/2012/05/15/five-reasons-drone-assassinations-are-illegal/

16 Mike Head, “Afghanistan aid conference signals indefinite foreign occupation”, World Socialist Website, 10 July, 2012: http://www.wsws.org/index.shtml

17 Prof. Bill Quigley, “Five Reasons Drone Assassinations are Illegal”, CounterPunch.org, May 15, 2012: http://www.counterpunch.org/2012/05/15/five-reasons-drone-assassinations-are-illegal/

18 Prof. Sarah Knuckey & Prof. James Cavallaro, “Living Under Drones: The Brutal Reality of “Targeted Killing”, globalresearch.ca, September 26, 2012: http://tv.globalresearch.ca/2012/09/living-under-drones-brutal-reality-targeted-killing

19 John Glaser, “Citing Potential ‘War Crimes’ UN Official Questions Legality of Drone War”, news.antiwar.com, June 21, 2012: http://news.antiwar.com/2012/06/21/citing-potential-war-crimes-un-official-questions-legality-of-drone-war/

20 Farooq Yousaf, “UN Human Rights Rapporteur Calls on US to End the CIA’s Drone War in Pakistan”, Global Research, September 19, 2012: http://www.globalresearch.ca/un-human-rights-rapporteur-calls-on-us-to-end-the-cias-drone-war-in-pakistan/

21 ـــــــ, “US drone strikes ‘raise questions’ – UN’s Navi Pillay”, BBC World news, 8 June 2012‌: http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-18363003
پاته په راتلونکې برخه کي

Copyright Larawbar 2007-2024