په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي شننه – ۱۲
څلرمه برخه: په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو اساسي علتونه
د دې ليکني په اوله، دوهمه او دريمه برخه کي مو د بين المللي حقوقو د معتبرو وثايقو او مستندو شواهدو په روڼا کي و ښوول، چي امريکايي او ايتلافي پوځونه له يوولسو کالو راهيسي زموږ په هيواد کي له تروريزم او افراطيت سره د مبارزې په درواغجن او غولوونکي نامه، په وحشتناکو بشري ضد او جنگي جنايتو کي ښکېل دي. په څلرمه يا وروستۍ برخه کي تر بېلابېلو عنوانو لاندي د جرم پېژندني (کريمينالوجۍ/ کريمينالوژۍ )او ټولنپوهني( سوسيالوجۍ/ سوسيالوژۍ) له اړخه د دغو وحشتناکو جنايتو پر ځينو مهمو علتو او انگېزو لنډي خبري کوو؛ ځکه تر هغه مهاله چي د يوه جرم او جنايت په بېلابېلو عواملو او انگېزو سر خلاص نه کو، د مخنيوي په لارو چارو يې هم هيڅکله نسو پوهېدلای.
په افغانستان کي د يرغلگرو امريکايي او ايتلافي لښکرو بشري ضد او جنگي جنايتونه مختلف علتونه او سَوَبونه لري. دا علتونه او انگېزي گرده په واقعيت کي له يوه کُلي، اصلي او اساسي علت يا علت العلل سره تړاو لري، چي هغه د خپلواکو ملتو د لاندي کولو، لوټولو او رټلو په مخسد د استعماري دولتو ظالمانه جنگونه او تاړاکونه دي. په هغو شرايطو او حالاتو کي چي د دولتو د برابري واکمنۍ و اصل ته درناوی، د يو بل په کورنييو چارو کي نه لاسوهنه، د خبرو له لاري د شخړو او منازعو حلول او د معاصرو بين المللي حقوقو نور زرين اصول خپل ځای و استعماري قوانينو ته پرېږدي، د نورو انساني ناورينو تر څنگ د استعمارځبلو اولسو پر خلاف د استعمارگرو لښکرو بشري ضد او جنگي جنايتونه هم څه اريانونکې خبره نه ده. تاريخي شواهد او د سترگو ليدلئ حال ښيي، چي زموږ په وياړلې خاوره کي له هخامنشانو، يونانيانو، عربانو، مغولو، صفويانو، انگرېزانو او روسانو څخه نيولې بيا د امريکا په مشرۍ د نړۍ د څه باندي څلوېښتو هيوادو تر اوسني تاړاک پوري هيڅ يو له بشري ضد او جنگي جنايتو څخه خوندي نه وه؛ او نه به تر دې وروسته هر بل استعماري ځواک زموږ و مظلومو او بېوزلو خلگو ته بې وينو، اوښکو، بې عزتييو او ورانييو بل سوغات وړاندي کي. په همدې وجه بايد يو ځل بيا په روښانه ټکو تکرار کو، چي زموږ له مظلومو او کړېدلو خلگو سره ننني او پروني جنايتونه، ظلمونه او نارواوي گرده له استعماري يرغلو، پردييو او مزدورو واکمنييو څخه را زېږېدلي دي. شک نسته، چي هر استعماري تاړاک او اشغال ځان ته خاص شرايط، علتونه او انگېزې لري. په راتلونکو مباحثو کي پر هغو عواملو او اسبابو لنډي خبري کوو، چي د دې سرلوړي او حماسه پالونکي ټاټوبي د مظلومو خلگو پر خلاف د امريکايي او ايتلافي قواوو په بشري ضد او جنگي جنايتو کي مهمه او ټاکوونکې ونډه لري:
د ايتلافي لښکرو په بشري ضد او جنگي جنايتو کي د لمسوونکو تبليغاتو ونډه
بېکه شکه، هر يرغلگر او استعمارگر دولت همېشه په عامه افکارو کي د خپلو ناروا جگړو او لاسوهنو د توجيه او خپلو پوځيانو د جنگي روحيې د پياوړي کولو دپاره و خاص تبليغي او تبليغي ضد ماشين ته اړتيا لري.امريکايي ستراتيژيستان هم په افغانستان او سيمه کي د خپلو کرغېړنو استعماري نخشو د تحقق په خاطر د دغه راز تبليغاتي ماشين له کاروني مستثنا نه وه، نه دي او نه به يي. له هغي ورځي څخه، چي د پخواني شوروي اتحاد په مشرۍ د وراسته سوسيالستي بلاک ماڼۍ ړنگه سوې ده، د متحدو ايالتو او لوېديځو متحدينو ټول پام د هغو اسلامي گوندو او غورځنگو و اېل کولو ته اوښتئ دئ، چي د ساړه جنگ په وروستييو لسيزو کي د متحدو ايالتو او د هغو د غربي او اسلامي متحدينو د پراخو سياسي، پوځي او مالي مرستو له برکته، په يوه پياوړي جنگي قوت اوښتي دي؛ او کله ناکله د خپلو پخوانييو حاميانو او لارښوونکو استعماري گټي هم له جدي گواښ سره مخامخ کيي. د ۲۰۰۱ع کال د سيپتمبر د يوولسمي نېټې انساني تراژيدي له دغه راز اسلامي ډلو او غورځنگو سره د غربي دولتو او نورو متحدينو د مبارزې او مقابلې مهمه پېښه گڼله کيږي. واقعيت دا دئ، چي دې تاريخي پېښي د مسلمانو جنگيالييو پر بېلابېلو ډلو ټپلو سربېره، د ټولو لوېديځ مېشتو مسلمانانو پر سوله ييز ژوند او کاروبار هم ژوره اغېزه وکړه؛ ځکه همدې انساني جنايت په کمين کي ناستو فاشيستي او نژادپالو ډلو ټپلو ته پلمه ورکړه، چي د مسلمانانو په څارلو، ازارولو او گواښلو لاس پوري کي. د امريکا پخواني دولتمشر، جورج. ډبليو بوش، خپله په هغو مراسمو کي د کروسيډ(crusade) يادونه وکړه، چي د ۲۰۰۱ع کال د سيپتمبر د يوولسمي ( ۹/ ۱۱)د قربانيانو په وياړ جوړ سوي وه. ده وويل:« دغه کروسيډ، د تروريزم پر خلاف جگړه، به څه وخت ونيسي…»که څه هم دکروسيډ ذومعانين کليمه په انگرېزي ادبياتو کي په بېلابېلو مفهومو استعمال سوې ده؛ خو د سپيتمبر د يوولسمې نېټې د وحشتناکي فاجعې په کرکجنه فضا کي د بوش د لمسوونکي وينا سياق و سباق يو پلا بيا د دې کليمې هغه مفهوم را ژوندی کئ، چي په يوولسمه عيسوي پېړۍ کي د صليبي جنگو يا د مسلمانانو پر خلاف د عيسويانو د« سپېڅلي جنگ/ جهاد» مانا ښندي. ښايي د جورج بوش او نورو امريکايي مشرانو د ددې زهرجن دريځ او تبليغاتي اغېزې له اسيته ؤ، چي د امريکايي پوځ د ځانگړو عملياتو پخوانی قومندان، اوسنی متقاعد جنرال -ويليم جيري بايکن (Gen. William Gerry Boykin) تر ۹ / ۱۱ وروسته د خپل پوځ په بېلابېلو قطعاتو کي گرزېدئ؛ او په منصبدارانو او عسکرو کې د اسلام پر ضد خاينانه لمسوني کولې. له اسلام سره د جنرال بايکن افراطي دوښمنۍ په دې وروستييو کلونو کي حتا په امريکايي ټولنه کي دننه هم د مخالفت پياوړي احساسات را وپارول. د دې مخالفت په لړ کي د ويسټ پواينټ(West Point) مشهوري او معتبري پوځي اکاډيمۍ، سږ کال ( ۲۰۱۲ع )د ليبرل پوځيانو، د مدني آزادييو د مدافعانو او اسلامي سازمانو په غوښتنه، په خپله غونډه کي و جنرال بايکن ته د هغه د اسلام ضد تبليغاتو د خپرېدو اجازه ور نه کړه.۸۲
د جنرال بايکن پر اسلام ضد تبليغاتو او هلوځلو سربېره، الجزيرې تلوېزون د ۲۰۰۹ع کال په می کي و نصرانيت ته د افغانانو د اړولو په خاطر د پښتو او دري اينجيلونو د چاپ او وېشلو پر مسأله هم مستند خبرونه خپاره کړل.۸۳ که څه هم په تطميع او ټگۍ برگۍ سره له اسلام څخه د افغانانو اړول په خپل ذات کي هم نه بخښوونکې گونا ده، چي په ټينگه يې بايد مخه ونيوله سي؛ خو تر دې لوی جنايت او ستره گونا د امريکايي او ايتلافي دولتو د سياسي او پوځي مشرانو له خوا و اسلام ضد تحريکاتو ته لمن وهل؛ او په خپلو پوځيانو کي له دغه راز انساني ضد روحيې څخه سياسي استفاده کول دي، چي تر ۹/ ۱۱وروسته يې خورا ډېر زور اخيستئ دئ؛ مثلاً و امريکايي او ايتلافي پوځيانو ته په پټه او ښکاره تبليغ کيږي، چي اسلام د ناپوهۍ، خرافاتو، وحشت او زورزياتي دين دئ. دا ډول زهرجن او مغرضانه تبليغات د متدينو افغانانو په مقابل کي د امريکايي او ايتلافي پوځيانو و کرکي او دوښمنۍ ته لا زور ورکيي، چي هغه په خپل وار سره د وحشتناکو بشري ضد او جنگي ناورينو و زېږولو ته لار هواريي. له تېرو يوولسو کالو څخه تر اوسه زموږ د استعمارځبلي هيواد په گوټ گوټ کي د بېوزلو افغانانو بې رحمانه وژني، قرآن سوځني، د مړو سوځل، د مړو د بدن د غړو پرېکول، د مړو بې حرمته کول، جنسي تېري، د ښځو او کوچنيانو تراهول او داسي نور نه بخښوونکي جنايتونه زياتره د همدغي پمپ سوي کرکي او دوښمنۍ پيداوار دي.
مخکي مو په عراق او افغانستان کي د امريکايي لښکرو د پخواني قومندان او د امريکا د مرکزي کمانډ (US CENTCOM) د اوسني قومندان، جنرال جېمز ماټيس، د وحشي خوی او خصلت په اړه څو ټکي بيان کړل. د هغه د وينا په کټ مټ ژباړل سوي متن کي مو له ورايه وليدل، چي د ده په نظر له هغو افغانانو سره جنگېدل د خوښۍ او ساتېري خبره ده، چي په خپلو ښځو چادري اغوندي. جنرال ماټيس برالا نارې وهي، چي د داسي خلگو وژنه ښه ساتېری دئ؛او حتا ژمنه کيي چي خپله به هم له نورو پوځيانو سره د داسي خلگو د وژني په لومړۍ ليکه کي ولاړ يي. پوښتنه دا ده، چي د امريکايي پوځ د دې « لېوني سپي » وحشي نظريې و اشغالگرو لښکرو ته پيغام ورکيي؟! ايا په لوی لاس يې د معصومو افغانانو و وينو تويولو، شکنجه کولو او سپکاوي ته نه ور بولي؟! پر دې وحشيانه نظريو سربېره، جنرال ماټيس په يوه بله وينا کي دا خبره هم کيي، چي په جنگ کي د ملکي وگړو وژنه او د عامه شتمنييو ورانېدل،کولاټرل ډاميجيز(collateral damages) يا جانبي عوارض دي، چي هرومرو به پېښيږي؛ ځکه نو د تشويش او اندېښنې وړ نه دي.۸۴
که د امريکايي او ايتلافي لښکرو په ناروا استعماري جگړه کي زموږ و مظلومو ملکي خلگو ته د سر او مال تاوانونه رسيږي، د جنرال ماټيس په نېز دا د جنگ جانبي عوارض يا نه غوښتونکي نتيجې دي، خامخا به پېښيږي؛ ځکه نو په ورين تندي بايد و منل سي؛ خو که د جنگ په لمبو او لوخړو کي د دوی و نيژدې عزيزانو يا نورو استعماري گټو ته ډېر کوچنی زيان و رسيږي، هغه مهال نو بيا و دې ډول بشري يا مالي زيان ته د جگړې د کولاټرل ډاميجيز يا جانبې تاوانو په سترگه نه گوري، بلکي د داسي جنايت په توگه يې انگېري، چي د کسات او تلافۍ دپاره يې بايد د يوويشتمۍ پېړۍ د چنگېزيانو غوندي مځکه او اسمانونه و لړزيي؛ ودان کورونه او بسيا کلي په وحشتناکو کنډوالو واړيي؛ او د معصومو کوچنيانو، ښځو او سپين ږيرو په گډون هر څه په وينو او خاورو ولړي. دې ته وايي امريکايي عدالت او انصاف!
د انگلستان د اوسني واکمن محافظه کار گوند د دفاع گوښه سوي وزير، ډاکټر لييم فاکس (Dr Liam Fox) هم دوه کاله مخکي له ټايمز ورځپاڼي سره په يوه مرکه کي، افغانستان د ديرلسمي پېړۍ وران هيواد وگاڼه. ده زياته کړه:« موږ د ديرلسمي پېړۍ و يوه وران هيواد[افغانستان ] ته د ښووني او روزني په مخسد نه، بلکي د دې دپاره راغلي يو، چي د برتانيا د خلگو ملي او نړيوالي گټي له خطر او گواښ سره مخامخ نسي.»۸۵
پوښتنه دا ده، چي ډاکټر فاکس، جنرال ماټيس او د استعماري لښکرو نور فرعون صفته سرغنه د افغانانو و تاريخي وياړونو ته په سپکاوي کولو او بدرد ويلو سره و خپلو اشغالگرو لښکرو ته څه پيغام ورکيي؟! ايا داسي لمسوونکي ويناوي او تبصرې د خپلسرو او کينکو امريکايي- ايتلافي پوځيانو په زړونو کي له بېوزلو او مظلومو افغانانو سره د ميني او دوستۍ احساسات را پاريي، که د وحشتناکو بشري ضد او جنگي جنايتو؟! جواب روښانه دئ. د استعمارگرو لښکرو د سياسي- پوځي مشرانو انساني او افغاني ضد بيانونه په خپلو عسکرو کي يوازي د کرکي، دوښمنۍ، وحشت او جنايت روحيه پياوړې کيي او بس.
هغه څوک چي د افغانستان د ځلانده تاريخ او فرهنگي صلابت په باره کي هيڅ مالومات نه لري؛ او د پېښو په علت او معلول سر نه خلاصيي، يقيناً بايد ډاکټر فاکس غوندي جاهلانه او طفلانه خبري وکي.تاريخ شاهد دئ، که د ډاکټر فاکس وحشي او بې رحمو نيکونو درې واره زموږ پر خپلواکه خاوره استعماري يرغل نه وای کړئ؛ او تر هغه را وروسته يې گام په گام په خپلو تورو او کرغېړنو دسيسو زموږ د ترقۍ او پرمختگ مخه نه وای نيولې، د افغانانو جنت نښان وطن به اوس د ديرلسمي پېړۍ بدوي، قبيله يې او وروسته پاته هيواد نه وای. ښاغلی فاکس او نور استعماري سياستوال بايد يو پلا خپل گرېوان ته سر کښته کي او له ځانه و پوښتي، چي چا دا هيواد د ديرلسمي پېړۍ د بربريت او ظلمت و شرايطو ته بېولئ دئ؟! د خپل وخت د بدويت او جهالت ممثل حبيب الله کلکاني( بچۀ سقاو) چا د دې تاريخي هيواد و تاج و تخت ته ورساوه؟! د خلق او پرچم د واکمنۍ پر مهال چا په ټول واک او ځواک د ښوونځی، پوهنتون، روغتون، فابريکې، سړک، پُل او داسي نورو عام المنفعه تأسيساتو له ورانوونکو او سوځونکو سره مرسته او ملگری کاوه؟! ايا بې تېزاب پاشلو، مکتب سوځلو، ښوونکي او شاگرد وژلو، سړک ورانولو، لاري بندولو او داسي نورو وحشيانه او جاهلانه کړنو له روسي يرغلگرو او روس پلوه مزدور رژيم سره د مبارزې لار نه وه؟! مگر مکتب، پوهنتون، روغتون او داسي نور عامه تأسيسات د نورمحمد تره کي، حفيظ الله امين، ببرک کارمل يا نجيب الله د پلار جايداد ؤ، چي بايد په باروتو او بمو نړول سوي وای! د پينځه شپېته زرو (۰۰۰ ۶۵) مظلومو او کړېدلو کابليانو د وحشيانه وژني، د کابل د چنگېز ډَوله ورانۍ، د دې تاريخي مېني د فرهنگي ميراثو د لوټولو او د هيواد د تورو ورځو بدنام عاملين او مسببين د چا په توده غېږ کي د ناز او نعمت خوبونه کيي؟! بالاخره د تنظيم شاهۍ تر وحشتناکي او غملړلي دورې وروسته، د يوه متحجر او افراطي نظام په توگه د طالب شاهۍ په بنسټ ايښوولو او پياوړي کولو کي د چا لاس نغښتی ؤ؟! دغو ټولو واقعيتو ته په پام سره ايا ښاغلی فاکس او د هغه نور استعماري ملگري، زموږ د روان ناورين له مسووليته ځانونه خلاصولای سي؟! که د بوش، چيني، بلېر، رمزفيلډ، فاکس، ماټيس، بايکن او داسي نورو جگړه مارو سياسي – پوځي مشرانو استعمارگرو پلرو او نيکو د افغانانو او نورو خپلواکۍ بخښوونکو ملتو د استقلال، ملي واکمنۍ او پرمختگ په لار کي خنډونه نه وای درولي، ايا افغانستان او داسي نور هيوادونه به تر اوسه د ديرلسمي پېړۍ په شرايطو کي پاته وای؟! هغه هيواد چي په خپلو وختو کي د سيمي د عِلم او فرهنگ ځلانده ډېوه گڼل کېدله، څنگه د ديرلسمي پېړۍ په دردونکو شرايطو کي پاته کېدای سوای؟! سربېره پردې، ډاکټر فاکس، جنرال ماټيس او د هغو نور ياران بايد له ځانو څخه پوښتنه وکي، چي د امريکايي او ايتلافي لښکرو له خوا د قرآن سوځل، د مړو سوځل، د تفريح او ساتېري دپاره د معصومو او بېوزلو کليوالو وژل، د مړو د لاس او پښې پرې کول، پر مړو بولي کول، پر کوچنيانو جنسي تېري، د ودونو او جنازو بمبارول، د بې گونا ملکي وگړو سترگي او لاسونه تړل، شکنجې ورکول، په سپو داړل او تراهول او داسي نور شرمناک جنايتونه د يوويشتمۍ پېړۍ عملونه دي،که تر ديرلسمي پېړۍ ور آخوا د بدويت او بربريت د عصر عملونه؟! زموږ هوښيار او اگاه لوستونکي په دې خبره ښه پوهيږي، که دا شرموونکي جنايتونه د افغانانو له خوا سوي وای، نو استعماري مطبوعاتو به څه ډُولو او نغارو يادولای؟! حال دا چي اوس گورو يا يې گرسره يادونه نه کيږي يا يې د يوه ساده او بې ارزښته خبر په خپرولوسره پر ټولو وحشتناکو جزيياتو پرده اچوله کيږي. لکه څنگه چي يې د امريکايي عسکرو له خوا د ۲۰۱۲ع کال د مارچ پر يوولسمه د کندهار په زنگاوات کي د کوچنيانو، ښځو او سپين ږيرو په گډون د شپاړسو بې گونا کليوالو د وژلو، سوځولو او بې حرمته کولو پر نه بخښوونکي بشري ضد جنايت پرده و غوړوله. نړيوالو وليدل، چي تش په نامه خپلواکو مطبوعاتو څو ورځي د امريکايي عسکرو و دې وحشيانه ناتار ته د دې يا هغه رنگ په ورکولو سره د سپيني ماڼۍ او پينټاگان پر ښکرورو درواغو شخوند و واهه.۸۶ د سليم عقل څښتنان څنگه باور کولای سي، چي يکي يو عسکر، نيمه شپه، په دوو ليري پرتو کلو کي لومړی شپاړس کسه په گولييو سوري سوري کړي؛ بيا ځيني په تېلو يا نورو سوځونکو موادو و سوځي؛ او تر دې ټولو وحشتناکو جنايتو وروسته روغ رمټ، ډاډه او ارام بيرته و خپلي قطعې ته ولاړ سي؛ له قطعې څخه په وتلو او بيرته ورتلو کې هيڅوک هم پوښتنه او گروېږنه و نه کي؟! مگر يو روحي او ذهني ناروغ، چي د جنگ په اوله ليکه کې گومارل په خپله هم لوی جنايت دئ، کولای سي په يوازي سر د دې ټولو وحشتناکو عملياتو تر عهدې و وزي؟! زه نه پوهېږم، چي د سپيني ماڼۍ او پينټاگان کاوبايانو پر افغانانو او نړيوالو د څه شي گومان کړئ دئ؟ شک نسته، چي د اشغالگرو لښکرو سياسي او عسکري واکمنان د خپلو پوځيانو د بشري ضد او جنگي جنايتو د پټولو يا بې ارزښته ښوولو دپاره و هر ډول ناټک او ټگۍ برگۍ ته تيار دي؛ خو د ازادو مطبوعاتو مسووليت او رسالت دا دئ، چي له جعلياتو څخه د حقايقو په جلا کولو سره د خلگو ذهنونه روښانه کي، نه دا چي د اشغالگرو لښکرو د تبليغاتي همکارانو او شريکانو په توگه د حقايقو او جعلياتو په گډوډولو سره، د عامه افکارو په تخديرولو او تېرايستولو کي برخه واخلي.
که څوک حق ته تن ورکي، د ديرلسمي پېړۍ په بدوي شرايطو کي ساتل سوي افغانان اوس هم د يوويشتمۍ پېړۍ د « بشردوستۍ»، « ډيموکراسۍ » او « تمدن » تر تش په نامه« مخکښانو» ډېر مخکي دي. ډاکټر فاکس، جنرال ماټيس او داسي نور استعمارگران بايد په دې خبره ځانونه پوه کي، چي افغانستان هيڅکله د هغوی د يرغلگرو لښکرو په شرموونکو عملو د ديرلسمي پېړۍ له تيارو څخه نسي را وتلای. د ښځي ازادي، اولسواکي، عدالت، برابري او نور بشري پرمختگونه هيڅکله د بي۵۲ الوتکو يا ډرون په ړندو بمبارييو نه تر لاسه کيږي. برعکس دا ډول نېک او گټور بدلونونه يوازي د ځايي خلگو و ديني او فکري عقايدو، دود او دستور ته په ژور درناوي سره ممکن دي.که ترقي او پرمختگ د توپ او ټانک په زور راوستل کېدای سوای، نو روسي يرغلگر به هيڅکله په تور مخ له افغانستانه، نه وتلای.
په دې ترتيب، د فاکس، بايکن او ماټيس غوندي استعمارگرو مشرانو لمسوونکي ويناوي او تبصرې په افغانستان کي د استعماري لښکرو له بېلابېلو جنايتو سره نه شلېدونکي اړېکي لري. په عراق، افغانستان او ځينو نورو هيوادو کي به له عامو خلگو او بنديانو سره وحشيانه او بې رحمانه سلوک نه کېدای،که بوش، چيني، فاکس، ماټيس او بايکن غوندي سياسي- نظامي واکمنانو و خپلو پوځو ته د بې گونا خلگو د ځبلو، کړوَلو او سپکاوي رسمي يا ضمني اجازه نه ورکولای. د همدې استدلال له مخي نو تر هغه مهاله، چي د ايتلافي دولتو سياسي واکمنان ، پوځي مشران او د فاشيستي او اسلام دوښمنو ډلو ټپلو سرغنه و خپلو لمسوونکو بيانونو او تبصرو ته دوام ورکيي، په افغانستان او نورو استعمارځبلو هيوادو کي به د بشري ضد او جنگي جنايتو بازار هم ښه تود يي.
ــــــــــــــــــــــــ
لمنليکونه
82 ERIK ECKHOLM, “General Withdraws From West Point Talk”, The New York Times, January 30, 2012: http://www.nytimes.com/2012/01/31/us/lt-gen-william-boykin-known-for-anti-muslim-remarks-cancels-west-point-talk.html
83 ـــــــ, “Bagram Bible program”, From Wikipedia, the free encyclopedia: http://en.wikipedia.org/wiki/Bagram_Bible_program; ــــــ, “US burns Bibles in Afghanistan row”, ALJZEERA.NET, FRIDAY, MAY 22, 2009: HTTP://WWW.WEBCITATION.ORG/QUERY?URL=HTTP%3A%2F%2FENGLISH.ALJAZEERA.NET%2FNEWS%2FMIDDLEEAST%2F2009%2F05%2F200952017377106909.HTML&DATE=2009-05-26
84 Stephen Lendman, “The Media’s Coverup of the Afghan Massacre”, Global Research, March 18, 2012: http://www.globalresearch.ca/the-media-s-coverup-of-the-afghan-massacre/
85 Samira Shackle, “Liam Fox: Afghanistan is a “broken, 13th-century country”, NewStateman, 24 May 2010: http://www.newstatesman.com/blogs/the-staggers/2010/05/13th-century-fox-afghanistan
86 Stephen Lendman, “The Media’s Coverup of the Afghan Massacre”, Global Research, March 18, 2012: http://www.globalresearch.ca/the-media-s-coverup-of-the-afghan-massacre/
پاته په راتلونکې برخه کي