داوودزى د کورنيو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
کابل: دپژواک د خبر له مخې محمد عمر داوودزى د ولسمشر د حکم له مخې د کورنيو چار وزارت دکانديد او سرپرست او همدارنګه محمدايوب سالنګي د دغه وزارت د امنيتي مرستيال په توګه ټاکل شوي دي.د هغې خبرپاڼې له مخې، چې د چارو ادارې د اطلاعاتو د رياست له خوا خپره شوې راغلي، چې محمد عمر داوودزى د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د ١١مې فقرې له مخې د امنيتي چارو د لا ښه تنظيم په موخه د ولسمشرۍ رياست له خوا د کورنيو چارو وزارت د کانديد او سرپرست په توګه ټاکل شوى دى.دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې په چنګاښ مياشت کې د کورنيو چارو له وزير ستر پاسوال مجتبى پتنګ څخه د باور رايه واخيسته او نوموړى يې بې صلاحيته کړ.خو ولسمشر کرزي د ولسي جرګې دا پرېکړه ونه منله، موضوع يې سترې محکمې ته راجع کړه او پتنګ يې د کورنيو چارو وزارت د سرپرست وزير په توګه معرفي کړ.د يادونې ده، محمدعمر داوودزي له دې وړاندې په پاکستان کې د افغانستان د سفير په توګه دنده اجرا کوله او د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره يو له احتمالي نوماندانو شمېرل کېږي.په ورته وخت کې د کابل امنيه قوماندان لوى پاسوال ايوب سالنګي د ولسمشر د يوه فرمان له مخې د کورنيو چارو وزارت د امنيتي مرستيال په توګه ټاکل شوى دى.تر دې وړاندې لوى پاسوال عبدالرحمن رحمان پر دغه پست کار کاوه.